<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-18 18:23:56    
په شانګهاي ښار کې د ذهني معيوبينو د لمر وړانګې په نامه کورني

cri

په چين کې څه د پاسه يوولس مليونه ذهني معيوبين شته ٠ د چين حکومت او د ټولنې بېلا بېلې برخې دوي ته زياتې پاملرنې او مرستې ور سره کوي ٠ د بېلګې په توګه د چين په شانګهاي ښار کې د ذهني معيوبينو له پاره د لمر وړانګې په نوم ډيرې کورنۍ جوړي شوې چې په پکې دوي ته دځانګړي پوهنې ، داړوندو مهارتونو د روزنې په ګډون دوي ته مناسب خدمتونه برابروي ٠

دغه سندره چې نوم يي دي زه د لمر له وړانګې او کورني سره مينه لرم يوه ډيره ښکلې سندره ده او د شانګهاي په ښاري او شاوخوا کليوالو سيمو کې د لمر وړانګې په نوم په هر کورنۍ کې اوريدل کيږي ٠ اوس د چين په شانګهاي ښار کې ذهني معيوبين څه د پاسه اويا زرو تنو ته رسيږي ٠ له دي امله چې د دغو معيوبينو د معلوماتو کچې محدودې او د کار توانونه يي ټيټ دي ، نو زياتره برخه يي د ځانګړي ښوونې له ښوونځي څخه تر فارغيدو وروسته په کور کې پاتي کيږي او له بهرنۍ ټولنې سره د تبادلې او تګ راتګ فرصتونه يي ډير لږ دي ٠ په ٢٠٠٥ کال کې د دغه ښار د ښاروالۍ په ملاتړ د ښار په بېلا بېلو اوسيدونکو سيمو او د شا و خوا په کليوالو سيمو کې د لمر وړانګې په نوم ډيرې کورنۍ جوړې شوي چې دغو مهيوبينو ته اړوندې مسلکي روزنې او د معلوماتو ورزده کولو په وړيا ډول تر سره کوي چې دوي په ټولنه کې خپل پيدا کړاي شي ٠ اوس په شانګهاي کې د دغسي کورنيو شمير څه د پاسه دوه سوه څلويښتو ته رسيدلي چې يوولس زره

او پنځه سوه ذهيي معيومين پکې ومنل شول ٠

د لمر وړانګې کورنۍ رامنځته کيدل د نوموړو معيوبينو ژوند ته نيکمرغۍ رسولې ده ٠ ميرمن شاو لي لي د يوې ذهني معيوبې نجلۍ مور ده ٠ له دي امله چي د هغې خاوند بي کار شوي او پخپله هم ناروغه ده ، نو پخپل کورنۍ ژوند کې ډيرې ستونزې لري او په يو وخت کې يي هم پر ژوند باور نه درلود٠ خو له هغه وخت وروسته چې لور يي د لمر وړانګې په کورني کې ومنل شوه ، د کورني ژوند يي د لمر له وړانګو څخه ډک بريښي ٠ هغې وويل چي لور مي که څه هم يوه ذهني معيوب ده ، خو د مور د زړه غوښه ګڼل کيږي ٠ مور يي د لمر وړانګې په کورنۍ کې له منلو وروسته ډيره خوشحاله ده ، پخوا هيڅ خبرې يي نه کولې ٠ دغې کورنۍ زمونږ کورنۍ له ستونزو څخه ژغورلې ده ٠

ذهني معيوبين د لمر وړانګې په کورنۍ کې د ژوند توان د پياوړتيا او له ټولنې سره د تبادلې توان روزنه مني ٠ دغه راز دوي هم په سپورتي لوبو او ساده جسمي کارونو کې ګډون کوي ٠ د يو وخت له روزنې وروسته په ژوند کې او له ټولنې سره د تبادلې او د کار او معلوماتو په هکله د دوي توانونه او کچه په ښکاره توګه هم لوړ شوي دي ٠ ذهني معيوبه پيغلې لوي سيان پينګ د لمر وړانګې په کورنۍ کې د يو کال له پاره زده کړه کړې ده ٠ هغې خبريال ته وويل چې دلته زه ډيره خوشحاله يمه ،ځکه دلته دوستان ډير زيات دي او د نڅا ښوونکي مونږ ته د نڅا ښوونه راکوي ، همداشان محصلين مونږ ته د انګليسي ژبه را زده کوي ٠ د لمر وړانګې په کورنيو کې زياتره ښوونکي د ټولنې له بېلا بېلو طبقو څخه راغلي داوطلبان دي ٠

په هره دغسي کورني کې څه د پاسه لس تنه داوطلبان له ذهني معيوبينو سره يو ځاي په جسمي کار او سپورتي لوبو کې ګډون کوي او د کلتوري معلوماتو ، سندرې ويلو ، نڅا کولو په هکله زده کړې ورکوي ٠

د پام وړ بله مسئله دا ده چې د اوږدې مودې راهيسي د ذهني معيوبينو د استخدام مسئله په حکومتي کارونو کې يوه لويه ستونزمنه مسئله ګڼل کيږي ٠

٠ په روان کال کې به د شانګهاي ښار د لمر په نوم پنځوس فابريکې جوړ کړي چې پکې به په ځانګړي ډول سپک ذهني معيوبين ومنل شي چې پکې دوي ته ساده جسمي کارونه هم برابر شي او له دې لارې د يو شمير ذهني معيوبينو د استخدام مسئله حل وفصل شي ٠

د روان کال د اکتوبر په مياشت کې به د نړۍ د ذهني معيوبينو د اولمپيک دو لسمه سپورتي لوبه په شانګهاي ښار کې تر سره شي چې دا به لومړي ځل وي چې دغه لوبه د اسيأ په يو پرمختيايي هيواد کې جوړيږي ٠ د دغو سپورتي لوبو اصلي موخه دا ده چې له دغه سپورتي لوبو څخه خلکو ته و ښيي چې ذهني معيوبين هم خپل توان لري ، تولنه بايد تر وسي پوري د ژوند او کار په هکله دوي ته مرستې او اسانتياوي برابرې کړي ٠