<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-18 19:22:29    
سپين ږيری داوطلب ښوونکی جانګ

cri

ښوونکی جانګ وان ون سږ کال اوه شپيته کلن دی . کله چې د تيرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې د چين له مشهور فو دان پوهنتون څخه فارغ شو ، د څه باندی ديرشو کلونو لپاره د هيواد د شمال لويديځ ولايت ګان سو د ګان نان د تبت په خپلواکه سيمه او د لان جو په ښار کې د رياضياتو په ښوونه لګيا و . خو له تقاعدوروسته يي و نه غوښتل چې وخت يي په ساعتيری تير شی ، نو په داوطلبه ښوونه په تيره بيا بی وزلو زده کوونکو ته يي په درس ورکولو پيل وکړ . خبريال وليدل چې ښوونکي جانګ په يوه تنګه کوټه کې درو زده کوونکو ته درس ورکاوه . که څه هم ښووتکی جانګ سپين ږيری شوی دی ، خو له ماشومانو سره د يو ځايښت په وخت کې هغه د ژوند له تازه ګۍ څخه ډک ځليدونکی بريښي .

په هره اونی کې څلور ځله د شپې لخوا لس ګونو زده کوونکو ته درس ورکول کيږي چې زياتره يي بی وزلی زده کوونکي دي . ددوی د زده کړې لپاره ښوونکي جانګ د موقتي درسي کوټې په توګه يوه کوټه په کرايه ونيوله.

څلور کاله دمخه يو زده کوونکی چې وانګ جی نوميږي ، ښوونکي جانګ په خپل کور کې ده ته درس ورکاوه . په هغه وخت کې يي پلار له دنيا څخه سترګې پټې کړې او مور يي د مزدورۍ له لارې ګذاره کوله چې له امله يي ښوونکي جانګ په ټينګ هوډ وکړ چې په داوطلب ډول بی وزليو زده کوونکو ته زده کړې ورکړي.

ښوونکي جانګ وويل د ماشومتوب په وخت کې زما کورنۍ هم غريبه او بی وزلی وه ، نو ځکه د بی وزليو ماشومانو سره خواخوږي کوم . بله خبره دا ده پروا نه لری چې زده کوونکو ته د درس ورکولو په وخت کې نورڅو تنه هم راځی. خو غواړم چې بی وزلي په تيره بيا هغه

زده کوونکي ومنم چې ژوند يي د ټولنې د ډير ټيټ ضمانت له مرستې څخه برخمن دي. په داوطلبه توګه له درس ورکولو نه پرته ښوونکي جانګ کله کله په خپلو پيسو د دغو زده کوونکو لپاره ماښامی ډوډۍ او د زده کړې سامانونه برابرول ، نو زده کوونکي د زړه له کومې ور ته نيکه وايي .

ښوونکی جانګ د درس ورکولو په هکله ډير تجربه کار دی ، نو بختوره خبره دا ده چې د ښوونکي جانګ د کوششونو له برکته وروسته پاتي زده کوونکو ډيره ترقی موندلې ده . د ښوونکي جانګ په وينا ښوونکي د زده کوونکو د روزلو دنده لری او د زده کوونکو ترقی او پرمختګ ددوی د ارزښت تجسم او نښه ده .

د بېلګې په توګه يوو جيا يو شوخ هلک و او کله نا کله په ازموينو کې ناکاميده .د ښوونکي جانګ د دوو کلونو روزنې وروسته يي ډيره ترقی کړې . ده خبريال ته وويل پخوا می د رياضياتو په هکله زيات معلومات نه درلودل ، خو د ښوونکي جانګ تر روزنې لاندی زما کچه ډيره لوړه شوې ده . ښوونکی جانګ زموږ سره ډير ښه چلند کوی.

ښوونکی جانګ د درس ورکولو په وخت کې ډير جدی او سخت دی ، خو په عادي ژوند کې يو مهربان نيکه دی . زده کوونکي د غني معلوماتو د لاس ته راوړلو پرته د بې غرضانه خدمت په مانا هم پوه شويدي .

نجلۍ شياو شياو پخوا له رياضياتو سره هيڅ علاقه نه درلوده ، خو درې کاله وروسته يي د ښوونکي جانګ په مرسته د رياضياتو کچه لوړه شوې او طبع خوش شوی هم ده .

شاوخوا کسان حتی دده ميرمن او نوي کلن پلار په دې نه پوهيدل چې ولی ښوونکی

جانګ له تقاعد وروسته لا هم په داوطلب ډول زده کوونکو ته درس ورکوي . خو ښوونکي جانګ دا نظر لری چې اوس يي صحت يي ښه دی او دا وړ کار دی چې په پخوا زمانه کې يي راغونډ شوي درسی معلومات زده کوونکو ته ورسوی . دده هيله دا ده چې خپل داوطلب کار ته دوام ورکړي او د ټولنې لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړي .ده وويل زما ژوند ښه دی او نه غواړم ګړندی موټر واخلم او نورو هيوادونو ته سفر وکړم . زامن می هم په خپل توان کار او ژوند کوي او زما مرسته نه غواړي . اوس زيات کسان د عمر د اوږدوالي هيله لری . زما په اند که غواړی څو کاله زيات ژوند وکړي ، تر هرڅه لومړی خپله طبع او روحيه بايد له خوښۍ څخه ډک وساتي . زما زده کوونکي پرمختګ کړی ، زما زړه هم خوشحاليږي . ښوونکی جانګ غواړی چې له زياتو زده کوونکو سره مرسته وکړي .