<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-19 16:24:57    
ړوند په فيل لاس وهی

cri

وايی چې پخوا يو پاچا و، يوه ورځ هغه امر ورکړ چې يو فيل راولی څو چې ړانده د فيل په باب واقعی معلومات لای ته راوړی ځکه چې دوی د فيل په باب هېڅ معلومات نه درلودل. کله چې يو فيل شاهی ماڼۍ ته راوستل شو، نو ړندو کسانو د فيل په لاس وهلو پيل وکړ، پاچا له دوی څخه په جلا جلا توګه تپوس وکړ چې له لاس وهلو وروسته فيل څه رنګه حيوان دی؟ لومړی ړوند ځواب ورکړ چې اوس د فيل په اصلی بڼه پوه شوم چې فيل د يوې اوږدې ګازرې په شان دی. ځکه چې دغه ړوند فقط د فيل په غاښ لای وهلی وو. دوهم ړوند په مسکا پاچا ته وويل غلطه ده. د فيل بڼه د ګازرې غوندې نه دي. بايد وويل شی چې فيل د خاک انداز په شان دی. ځکه چې دغه ړوند يوازی د فيل غوږ ته لاس وروړی وو. درېيم ړوند وروسته تر هغه وخته چې د فيل ورون ته يی لاس وروړی و، په لوړ اواز يې وويل چې دوی دواړه غلط دي. جنجال مه کوه، ډېر سم قضاوت دا دی چې فيل په اصل کې د ستون په شان غټ دی. څلورم ړوند چې لاس يې د فيل په شا تېر کړی و، و يی ويل چې فيل د يوه لوی کټ په شان دی. پنځم ړوند چې د فيل په خيټ يی لاس وهلی و، داسی يې وويل چې فيل د يوې لويې کونړۍ غوندې دي. يو بل ړوند داسی وويل چې في د غټ طناب په شان دی ځکه چې هغه د فيل لکۍ ته لاس وروړی و. هر يو ړوند باور درلود چې خپل ځواب سم دی، نو يو دبل سره يې جنجال او شور جوړ کړ. پاچا او شاوخواوو کسانو بی د تحمل نه ټولو ومسل. دا يوه دلچسپه بودايی کسه ده او موږ ته خبر راکوی چې که څوک د واقعيت د پېژندلو لپاره هراړخيز تحقيقات او څېړنې سرت ته و نه رسوي او د عينی واقعيت اصلی بڼه په ښه شان سره و نه پېژنی او د پورتنيو ړندو په شان يوازی د فيل په يوه برخه له لاس وهلو وروسته بيا په ذهنی او يو اړخيز ډول قضاوت وکړي، نو حتمأ به غلط قضاوت وکړي. له دې کيسې څخه خلکو متل جوړ کړ چې وايی ړوند په فيل لاس وهی. د دې متل معنی دا ده چې ځينی کسان په يو اړخيز ډول خپل نظرونه څرګندوي.