<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-19 16:42:59    
د چين د رايجو پيسو يوانو په اړه معلومات

cri

يوان د چين په ولسی جمهوريت کی واحد رسمی بانک نوټ دی او له ١٩٤٨ کال څخه يعنی د چين د ولسی بانک له جوړيدو راهيسی په چين کی پنځه ډوله بانکنوټونه خپاره شويدی٠ په تيره نيمه پيړی کی د چين د يوانو په اړه ډېری په زړه پوری کيسی اوريدل کيدی٠ لومړی ډوله يوان په ١٩٤٨ کال کی چاپ شو٠

د چين د ولسی جمهوريت له تاسيس وروسته د يوانو د دريو، پنځو او لسو يونو هغه نوټونه چی په ١٩٥٥ کال کی د چليدو ډګر ته راووتل، د پخوانی شوروی اتحاد لخوا چاپ شوی وو، ولی د چين بانکنوټونه د بل هېواد لخوا چاپ شول ؟ لامل يی دا و چی ولسی جمهوريت تازه جوړی وو او د چاپ شويو نوټونو شمېر د پنځو سوو پنځوسو مليونو يونو په ارزښت يو سلو پنځوسو مليونو پاڼو ته ورسيد او په هغه وخت کی د چين د چاپ تخنيک او توان ډېر کمزوری و، نو د مجبوريت له مخی يی د وخت له شوروی اتحاد څخه مرسته وغوښتله٠ ورپسی شوروی اتحاد هم د چين لپاره نور زيات شمېر نوټونه چاپ کړی وو٠ له پنځو ډولو نوټونو څخه دريم ډوله نوټونه چی په ١٩٦٢ کال کی خپاره شوی وو، تر ١٩٨٧ کال پوری د څلورم ډوله نوټونو له خپريدو مخکی د پنځه ويشتو کلونو لپاره چليدل چی د رواج موده يی له نورو ډولو نوټونو څخه اوږده وه٠ د چين د ملی اقتصاد د ډېری چټکتيا او د سوداګريزو مالونو د پرچون خرڅلاوو د اندازی د ډېر زياتوالی سره سم د نوټونو د خپريدو عمومی اندازه هم زياته شويده٠ د ١٩٨٧ کال د اپريل له اوه ويشتمی نيټی څخه د چين ولسی بانک څلورم ډؤله نوټونه صادر کړی دی چی د سلو يونو په نوټ باندی د لومړی ځل لپاره د

چين د فقيدو مشرانو ماو زه دونګ ، جو ان لای ، ليو شاو چی او جو ده نيم مخ عکسونه چاپ شوی دی٠ په هغه نوټونو باندی چی په ١٩٥٣ کال کی خپاره شوی و، د لومړی ځل لپاره د چين ولسی بانک د چين په رسمی ، تبتی ، مغولی او ويغوری ژبو ليکونو ليکل شوی وی٠ د لومړيو دريو ډولو په نوټونو باندی د فابريکی ، الوتکی ، بيړی، موټر، اورګاډی ، تراکتور، پل او د ډول ډول کارګرانو عکسونه ليدل کيدل٠ دغه راز په ١٩٨٤ کال د اکتوبر په لومړی ورځ د چين ولسی بانک د ولسی جمهوريت د تاسيس د پنځه ديرشمی کاليزی د نمانځنی لپاره د لومړی ځل لپاره د يو يون په ارزښت يادګاری مسی سکی صادری کړی او ورپسی د چين د پنځو خپلواکو سيمو د تاسيس ، د کميابو څارويو د ساتنی ، د ملی سپورتی لوبو د پرانستلو ، د ښځو د نړيوالی غونډی، د چين د فقيدو مشرانو د يادونی ، د هانکانګ او مکاو د خپلواکی د بيرته تر لاسه کولو په مناسبت يی ډول ډول يادګاری ميسی سکی هم چلندنه را ايستلی دی٠ د پنځو زرو يونو په ارزښت هغه نوټ چی ورباندی د يوه لوی پل عکس ليدل کيده او د لومړی ډول نوټ په توګه د ١٩٥٣ کال د سپتمبر په پنځه ويشتمه نيټه صادر او د ١٩٥٥ کال د می تر لسمی نيټی پوری د چلند وړ وو، دغه راز د پنځوسو زرو يونو په ارزښت بل نوټ چی د ١٩٥٣ کال د دسمبر په مياشت کی چلند ته راووت او د ١٩٥٥ کال د اپريل تر لومړی ورځی پوری وچليد ، د رواج وخت د لنډوالی او د نوټ د ارزښت د لوړوالی له امله اوس ډېر کم ليدل کيږی، دغه راز دوهم ډوله نوټ چی د پخوانی شوروی ټولنی له خوا د چين لپاره چاپ شوی او د ١٩٦٤ کال د اپريل تر پنځلسمی نيټی پوری چليده و ، اوس ډېر لږ ليدل کيږی او ارزښت يی د نوټ له ارزښت څخه زر يا څو زره چنده اوچت دی٠ د سلو، پنځوسو،

شلو او لسو يونو په ارزښت پنځم ډول نوټونه چی د جعلی نوټونو په ضد مبارزه کی صادر شوی دی چی د جعلی نوټونو په ضد تخنيکونه يی د نړيوالی مترقی سويی سره برابر دی مثلا د لسو يونو په ارزښت نوټ باندی د جعلی نوټونو په ضد لس ډوله تدبيرونه غوره شوی دی٠