د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوليسو د جولای په نولسمه نېټه وويل د دغه هېواد د صوبه سرحد ولايت د کوهاټ د يوې پوځی سيمې په يو جومات کې چاودنه وشوه او له امله يې لږ تر لږه پنځلس تنه ووژل او اوه لس تنه نور ټپيان شول.
د کوهاټ د پوليسو يو چارواکي وويل د دوی په اند، دغه چاودنه يو ځانمرګی بريد و.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شيرپاو په همدې ورځ د دې خبر پخلی کړی چې په مړو او ژوبلو کسانو کی زياتره يې د پوځ نوی سرتيری وو او ويې ويل دغه چاودنه ښايی د سره جومات پر ضد د حکومت له پوځی عملياتو سره تړاو ولري.