د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د جولای په نولسمه نېټه د صدراعظم په ماڼۍ کې له چينی خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل پاکستان د چين د ګړندی پرمختګ او د نړيوال اقتصاد او سياست په ساحو کې د چين د مهم رول په اړه خوښی او فخر څرګندوي.
ښاغلي شوکت عزيز وويل پاکستان تل چين خپل نژدی ملګری بولی او په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکاری د پرمختګ په حال کی ده.
نوموړي وويل دوولس چينی تصديو په همدې ورځ له پاکستان سره د دوه سوه او لس مليون امريکايی ډالرو په ارزښت موافقه ليکونه لاسليک کړه. د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادی همکارۍ د پياوړتيا لپاره به د پانګونې يوه ګډه تصدۍ جوړ شي.