د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د جولای په نولسمه نېټه په اسلام اباد کې له چينی خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل د پاکستان حکومت په خپل هېواد کې د حالاتو د ښه والی په اړه باور لري.
ښاغلي عزيز وويل د پاکستان حکومت د جولای په سرکې د سره جومات پر ضد پوځی عمليات د مشخص پلان له مخې تر سره کړل چې د جومات د ويجاړېدو او د مرګ ژوبلې د کموالی په موخه وه.
نوموړی وويل د سره جومات بحران به د ټولټاکنې د ځنډېدو سبب و نه شي او داوسنی پارلمان د ماموريت موده به له ټاکلی وخت سره سم په راتلونکی نومبر کې پای ته ورسېږي.