<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-20 16:37:54    
د فلمونو په ساحه کې د چين د سترې برخې او هانکانګ ترمنځ همکاري پياوړې شوی ده

cri

د روان کال د جولای لومړۍ نېټه خپل وطن ته د هانکانګ د بېرته راتګ له لسمې کاليزې سره برابره وه. له لسو کلونو راهيسی د فلمونو په ساحه کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري پياوړې شوی چې دواړو خواوو په ګډه دوه سوه فلمونه جوړ کړي دي. په دوه زره او دريم کال کې په هغو لسو فلمونو کې چې د چين د سترې برخې په فلمي بازار کې په ښه ډول پلورل شوی، اوه يې د دواړو خواوو له خوا په ګډه جوړ شوی وو. د چين د فلمونو د بهرنيو چارو شرکت مشر ښاغلی يانګ بو تينګ وويل په وروستيو کلونو کې په هغو لسو فلمونو کې چې د هېواد د سترې برخې په فلمي بازار کې په ښه ډول پلورل شوی، اوه يې د دواړو خواوو له خوا په ګډه جوړ شوی وو. د ډېرو فلمونو د جوړولو په برخه کې مو له هانکانګ سره همکاري کړې او داسی فلمونه نه يوازی لوړ کيفيت لري بلکې په ښه ډول پلورل شوي دي.

ده زياته کړه په هانکانګي فلمونو کې د کونګ فو په هکله فلمونه په نړۍ کې ډېر مشهور دي. د هېواد په ستره برخه کې د يادو شويو فلمونو په اړه ډېر موضوعات، طبيعی منظرې او کارکوونکی شته. نو دواړه خواوې سره به هرومرو ښه فلمونه جوړ کړي. د بېلګې په توګه د اتل په نامه هغه فلم چې د چين په ستره برخه کې د مشهور فلم جوړونکی ځانګ يي مو له خوا جوړ شوی، د هانکانګ د کونګ فو په اړه له پخوانيو فلمونو سره توپير لري چې پکې يې د چين ډېرې لرغوني کلتوري نښې ليدل کېږي. دغه فلم د نړيوالو نامتو لوبغاړو د ګډون او د نړيوالې خپرونې له امله د چين او نورو

هېوادونو په بېلا بېلو تياترونو کې په ښه ډول پلورل شوي چې په نړۍ کې د چيني فلمونو مقام لوړ شوی دی.

خپل وطن ته د هانکانګ د بېرته راتګ له لسو کلونو راهيسي، د دواړو خواوو د فلم جوړونکو ترمنځ همکاري هم ورځ په ورځ پياوړې شوی ده. شو شياو مينګ په هانکانګ کې يو مشهور فلم جوړونکی دی. هغه د تېری پېړۍ په اتمه لسزه کې هانکانګي فلمونه د هېواد سترې برخې ته وروپېژندل او د ده له خوا جوړ شوی فلم هوه يوان جيا د هېواد په ستره برخه کې يوه شديده جذبه رامنځ ته کړي ده. ده وويل د دواړو خواوو له خوا په ګډه جوړ شوي فلمونو ډېر پرمختګ کړې چې ډېر نوی ريکوړډونه يې رامنځ ته کړي او د اوسکا لوړې جايزې يې هم تر لاسه کړي دي. لسو کلونو مخکې مو نه دی فکر کړی چې د دواړو خواوو له خوا ګډي جوړ شوي فلمونه د هېواد په ستره برخه کې د څو سوه مليونه يوانو په ارزښت ټکټونه پلورلی شي. د چيني فلمونو لوي پرمختګ ترې څرګندېږي.

لنډې مودې مخکې خپل وطن ته د هانکانګ د بېرته راتګ د لسمې کاليزې د لمانځلو لپاره د چين د سترې برخې او هانکانګ له خوا د ګډو جوړونکو فلمونو نندارتون په بېجينګ کې تر سره شوی او په ترڅ کې يې شپږ لس ښه فلمونه نندارچيانو ته وړاندی شوي دي. د دواړو خواوو د فلم جوړونکو په أند د فلمونو په برخه کې د هېواد د سترې برخې او هانکانګ ترمنځ همکاري ښه راتلونکی لري. د هانکانګ د تيان شيا شرکت مشر ښاغلی فونګ ياونګ وويل زما په أند په هانکانګ کې به د فلمونو د ادارې، پانګونې او بهرنيو هېوادونو ته د خپرونې په اړه کارونه تر سره شي او د هېواد په ستره برخه کې به د فلم جوړولو، په تېره بيا د چيني کلتور په هکله د نوښتونو د رامنځته کولو په اړه يو لړ کارونه ترسره شي. دواړه خواوی کولای شي چي يو له بل سره زده کړي او د نظريو تبادله وکړي. د هېواد په ستره برخه کې د طبيعي منظرو، موضوعاتو او کارکوونکو سرچيني د هانکانګ په پرتله ډېر ښه دی او د فلم جوړولو لګښت د هانکانګ په پرتله هم ټيټ دی.

ده زياته کړه د هانکانګ فلمي بازار لوی نه دی. نو د هېواد په ستره برخه کې د بازار پرانيستل د هانکانګي فلمونو لپاره ډېر مهم دی. خپل وطن ته د هانکانګ د بېرته راتګ په لسو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري پياوړې شوی ده. په وروستيو کلونو کې د دواړو خواوو له خوا جوړ شوی فلمونو ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي او په هانکانګ کې فلم جوړونکو د همکارۍ په اړه يو نوی لار لټولی چې د دواړو خواوو لپاره به ګټوره وي.