<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-20 17:05:06    
دچيني يتيمانو لپاره يوه امريکايي ډالۍ

cri

دا ډېره ستونزمنه نده چې تايم بروکر راپه ياد کړو،ځکه هغه لوړه ونه لري او له ځواک څخه يو ډک انسان دي چې د يو شمير هغو چينايي ماشومانو تر مخ ولاړ وو چې په نږدې موده کې يې د شونډو د چاوديدو طبي عمليات کړي وو، دغه ماشومان اوس پرته له کومې ستونزې او ځانګړې پاملرنې کولاي شي له خپلو همزولو سره لوبې وکړي،دوي د تيان جين ښار ته څيرمه د ماشومانو په ساتونکي يو مرکز کې ژوند کوي،اوس په سيمه کې د ټکسي موټرو زياتره چلوونکي هغه کلي په ښه توګه پيژني چې دغه روغتيايي مرکز پکې پروت دی،او له هر هغه چا سره په ورين تندي او خندا مرسته کوي چې غواړي دغه مرکز ته ورشي.

د مينې درد:

مخکې لدې چې تايم بروکرپه ١٩٨٧ کال کې د امريکې له پوهنتون څخه فارغ شي تل يې دا هوډ او تصميم درلود چې د يو کال لپاره چين ته ولاړ شي،څو له هغو کسانو سره چې په ريښتينې توګه د انګليسي ژبې د زده کولو هيله لري مرسته وکړي.چې په پايله کې د ١٩٨٨ په يوه ورځ د بروکر کورنۍ د چين د فوشون ښار ته چې ددې هيواد په شمالي برخه کې پروت دی راغله،که څه هم دلته حالاتو د امريکې په پرتله زيات توپير درلود،چې له فکري پلوه په امريکې کې ژوند د بروکر کورنۍ ته ډېر پرمختللی بلل کيده.

بروکر په لمړي سرکې له چين او چينايانو سره د مينې احساس وکړ،هغه وروسته تر يو کال نه بيرته امريکا ته ستون شو ،چې د خپلې ماسټرۍ د درجې د حاصلولو لپاره زده کړو ته دوام ورکړي،او داسې کومه تمه يې نه درلوده چې بيا به چين ته راستون شي.

په ١٩٩١ کال کې کله چې بيکر خپلې لوړې زده کړې پاي ته ورسولې له خپلې کورنۍ سره يو ځای د بيجنګ د بيهانګ پوهنتون ته د ښوونکي په توګه راستون شو،تر يوې مودې ورسته کله چې په تيان جينګ کې ديوې خيريه ټولنې څخه د ليدنې بلنه ورکړل شوه،په ترڅ کې د لمړي ځل لپاره له چينايي يتيمو ماشومانو سره أشنا شو، دی وايي د هغو ماشومانو په سترګو کې يو ډول هيلې ليدل کېدې،چې دی يې دې ته وهڅاوه څو لدې مرستون يا د يتيمو ماشومانو د اوسېدو له ځای سره خپلې منظمې اړيکې ټينګې کړي،د همدې کال په پاي کې بيکر د ګويانګ په ښار کې له داسې يوې پنځه مياشتنۍ کوچنۍ ماشومې سره مخامخ شو چې بدن يې له فزيکي پلوه ستونزې لرلې، کله چې نجلۍ بيکر وليد نو يو ناڅاپه وخوځېده،او داسې يې وښوده چې دی يې په غېږ کې واخلي،چې دې کار بيکر ته ژور ټکان ورکړ، هغه وايي: دا نجلۍ چې ډېره ښکلې وه يو ډول ناهيلي هم ورسره ليدل کيده،هغې يواځې غوښتل چې يو ځل يې په غيږ کې واخلم او لږ څه مينه ورسره وکړم،د هغې خيالونه تر يو کال پورې له ماسره پاتې شول، په پايله کې موږ دا تصميم ونيو چې هغه په لورتوب يا فرزندي واخلو، په ١٩٩٢ کال کې د بروکر ميرمنې په اورګاډي کې تر پنځوس ساعتونو زيات مزل وکړ چې دغه نجلۍ وويني او په خپله غيږ کې يې واخلي،چې اوس يې يې دغې نجلۍ ته ايستر يا ختيځواله نوم ورکړی دی،کله چې بروکر غوښتل د خپلو رخصتيو لپاره له چين څخه بهر ولاړ شي نو ايستر يې خپل يو بل ملګري داوطلب فليپ هايدين ته وسپارله،فليپ هم له ايستر سره ډېرې ښې او نږدې اړيکې ټينګې کړې،أن تردې چې دغې نجلۍ به هغه ته پلار غږ کاوه، په ١٩٩٤ کال کې فليپ د اته ويشت کلنۍ په عمر د زړه د ناروغۍ له امله په ناڅاپي توګه مړ شو، دفليپ ځوانيمرګي بروکر سخت غمجن کړ او هوډ يې وکړ چې د هغه د ژوند لار تعقيب کړي، بالاخره په ١٩٩٥ کال کې يې په پوهنتون کې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه،او د فليپ د ياد ساتلو لپاره يې د نورو ملګرو په مرسته د هغه په نوم د يتيمانو سره د مرستو يوه خيريه ټولنه جوړه کړه.

خپلو هيلو او موخو ته رسېدل:

تايم بروکر وايي موږ هغه مهال خپلو هيلو ته ورسېدلو او هغه خوبونه مو رښتيا شول ،کله چې په ١٩٩٩ښاغلي زاو موږ ته د چين په يوه کليواله سيمه کې د يوې ودانۍ د جوړولو د اجازه ليک په هکله خبر راکړ، درې مياشتې وروسته د لانګ فانګ د مرستون ودانۍ جوړه او د اوسېدو لپاره چمتو شوه،چې په لمړي سر کې اته تنه يتيم ماشومان پکې ومنل شول. ښاغلی زاو لمړنی کس وو چې د يتيمانو د اوسېدو له دغه ځای څخه يې ليدنه وکړه،او د ماشومانو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو،او په وار وار يې ورڅخه مننه کوله. او د همدې احساساتو او اغيزو لاندې دې ته تيار شو چې يوه بله ودانی هم د تايم بروکر په واک کې ورکړي،او ددغو مرستو لړۍ تر هغه اوږده شوه چې په پای کې په دغه کلي کې د ماشومانو د ساتلو د ودانيو شمير څلورو ته ورسېد.

دوه نورې ودانۍ چې په نسبتا ټيټه بيه په کرايه نيول شوې وې،هم ورسره يو ځاي شوې او د لانګ فانګ په کوچني کلي کې يې يو سالمه ټولنه رامنځ ته کړېده،

تايم بروکر وايي اوس موږ د ماشومانو د اوسېدو لپاره پنځه ودانۍ لرو،چې په هر کور کې د اوسيدونکو ماشومانو حالت لکه د يوې کورنۍ په شان دی،هلته داوطلب استادان او مرسته کوونکي د ميندو او پلرونو په شان رول لوبوي،هر ماشوم کولاي شي چې په يواځې توګه په يوه کوټه کې ژوند وکړي،البته د هغوي له مور يا پلار سره يو ځای.او پخپله سيمه کې په أزاده توګه لوبې هم کولای شي.دغه راز شاوخوا سلو تنو بې وزلو مېرمنو خپل اولادونه دې مرکز ته راوستلي چې د دغې خيريه ټولنې تر پاملرنې لاندې راشي.بروکر اوس هڅې کوي چې دغو ماشومانو ته د ښې راتلونکې او د لوړو زده کړو د حاصلولو زمينې هم برابرې کړي،چې د ټولنې د نورو غړو په شان وکولاي شي له ټولو أسانتياو څخه برخمن شي.

د بهرنيان په چين کې د خپرونې درنو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي نو خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ،تر راتلونکې اونۍ پورې مو په پاک الله سپارم.