<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-20 18:36:12    
شانګهای ښار(١)

cri
شانګهای ښار د چين د مرکزی حکومت تر مستقيمې اداری لاندی يو ډير لوی ښار دی٠ شانګهای د اسيا او د چين د لوی وچی په ختيځ کی يوساحلی ښار او د ارام سمندر په لويديځه غاړه کی پروت دی٠ د چين مرکز بيجينګ د شانګهای له شمال لويديځ څخه څه نا څه ١١ سوه کيلو متره فاصله لری ٠ شانګهای له لويديځ او شمالی برخی د جيانګ سو ولايت سره او د جنوب لويديځه برخه يی له جه جيانګ ولايت سره تړلی دی٠

د شانګهای ښار عمومی مساحت ٦٣ سوه ٤٠ اعشاريه ٥ مربع کيلومتره دي چی په دی جمله کی ښاری مساحت ٧٤٩ مربع کيلومتره دي٠ اوس ټول ښار د هوانګ پو، شو هوی او مين هانګ په شمول له ١٦ ناحيو او د نان هوی ، فونګ شيان او چينګ پو په شمول له ولسواليو څخه عبارت دی٠ د شانګهای ښار څه د پاسه ١٤ مليونه ٦٤٠ زره تنه اوسيدونکی لری چی پکی ٨ مليونه ٦٩٠ زره تنه ښاری اوسيدونکی دی او عمده اوسيدونکی د هان قوم خلک دی٠ د هوانګ پو سيند له وو سونګ څخه د يانګځه سيندسره يو ځای بهيږی او د شانګهای مورنۍ سيند ګڼل کيږی٠

د شانګهای په شمال کی د چونګ مينګ ټاپو په چين کی دوهم لوی ټاپو بلل کيږی٠

په لرغونی وخت کی شانګهای د کب نيونی يو کلی وو ، په ١٢٩٢ کال کی د شانګهای ولسوالی جوړه شوه او په ١٧ پيړۍ کی يو سمسور تجارتی بندر وګرځيد٠ په ١٦٨٥ کال کی په شانګهای کی ګمرک جوړ شو او له دی نه ورسته شانګهای د چين په جنوب ختيځ کی يو ډير لوی ښار وګرځيد ٠ د ١٨٤٠ کال د اپين جګړی نه وروسته د څه د پاسه ١٠٠ کلونو په ترڅ کی شانګهای په تدريجی توګه د مستعمرو او فيوډالانو ځای ګرځيدلی و٠ د ١٩٤٩ کال د می په مياشت کی شانګهای ازاد شو ، د ازادی نه وروسته په تيره بيا په دی نژديو کلونو کی د پو دونګ نوی سيمی د استخراج سره سم په شانګ های کی ستر بدلون رامنځته شوی او نن ورځ شانګهای د يو لوی نړيوال ښار په لور پرمختګ کوی٠