<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-21 17:42:13    
د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزير وويل چې دغه هېواد به د ټاکلی پلان له مخې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسی.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزير سونګ مين سونګ د جولای په يوويشتمه نېټه وويل د دغه هېواد ځواکونه به د ټاکلی پلان له مخې د روان کال له پای مخکې له افغانستان څخه ووځی.

وزير سونګ مين سونګ د همدې ورځې په سهار په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل د کوريا جمهوريت حکومت تېر کال دولتی شورا ته په ٢٠٠٧ کال کې له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو پلان وړاندی کړی و او دغه هېواد به اوس د ټاکلی پلان له مخې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسی.

ده وويل ټول درويشت تنه کوريايان د جولای د نولسمې نېټې له غرمې وروسته د افغانستان په غزنی ولايت کې د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي دي. د يوويشتمې نېټې له غرمې وروسته د کوريا جمهوريت د دغې پېښې د حل لپاره يو پلاوی افغانستان ته لېږلی دی.