د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد پوځی عمليات يوازی د ملی پوځ لخوا تر سره کېږي او دوی په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد د امريکا له پوځي عملياتو سره مخالفت کوی.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي پاکستان به په هېڅ ډول د القاعدې سازمان او نورو ترهګرو سازمانونو ته اجازه ور نه کړي چې په دغه هېواد کې اډې جوړې کړي. خو په دغه هېواد کې هر ډول پوځی عمليات بايد د ملی پوځ لخوا تر سره شي او دا تل د اعلاميې په وينا د پاکستان او امريکا تر منځ د همکارۍ يو بنسټ دی.