<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-22 17:18:55    
طالبانو ګواښ وکړ چې درويشت تنه يرغمل شوي کوريايان به ووژني.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د طالبانو وياند قاری يوسف احمدی د جولای په يوويشتمه نېټه وويل که د افغانستان حکومت په سيمه ايز وخت د دوه ويشتمې نېټې د ماښام له اوو بجو مخکې د طالبانو درويشت تنه غړي خوشی نه کړي، نو دوی به درويشت تنه يرغمل شوي کوريايان ووژني.

د م م سرمنشی بان کی مون د روانې مياشتې په يوويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د دغې پېښې په اړه انديښنه څرګنده کړه او د دغه هېواد له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې تر خپلې وسې پوری د يرغملانو د ژر خوشی کېدو لپاره کوښښ وکړي. په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې سرمنشی بان کی مون له ولسمشر حامد کرزي سره تيلفونی خبرې اترې وکړې او ولسمشر حامد کرزي څرګنده کړه چې دی د يرغملانو د ژغورلو لپاره کوښښ کوي او حکومت يې د دغې پېښې د حل لپاره د کارپوهانو يوه ځانګړې ډله جوړه کړې ده.