<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-22 18:03:53    
د لي جين يی له خوا ويل شوی بهرنۍ سندری

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اورېدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې لي جين يی له خوا ويل شوی بهرنۍ سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د تېری پيړۍ په ٧٠ لسيزه کی د ديمکراتيکی کوريا د يو مشهور فلم څخه يوه خوندوره سندره واوريده چی نوم يی وو نجلۍ چی ګلان خرڅوی٠

د لي جين يی پخوانی نوم لي شياو يان وو، هغه د چين د جنوب د ان هوی په ولايت کی زېږېدلی ده٠ په ١٩٩٣ کال کی لي جين يی په بېجينګ کی د چين له مشهور سندرو جوړونکی وانګ شياو جينګ سره وپيژندل او د وانګ شياو جينګ په مرسته يی يوه سندره ثبت کړه چی نوم يی وو مينه ښکار کوی٠ اوس به موږ په ګډه د لي جين يی له خوا ويل شوی د ميانمر يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی سمندری مرغه٠

( سندره ٢ )

په ٢٠٠٥ کال کی لي جين يی په رسمی توګه د بېجينګ د تيان چانګ شنګ چانګ له کلتوری شرکت سره کاری موافقه لاسليک کړی او د ٢٠٠٦ کال په جون کی يی يو نوی البوم خپور کړی چی پکی د بهرنيو هېوادونو ١١ مشهوری سندری او په خپله ددې له خواجوړې شوی ٢ سندری ثبت شويدي٠

د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د لي جين يی له خوا ويل شوی يوه جاپانی خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی د ٤ فصلونو سندری٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!