د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان امنيتی ځواکونو د جولای په يوويشتمه نېټه افغانستان ته نژدی د شمالی وزيرستان په قبايلی سيمه کې له اورپکو سره جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې ديارلس تنه وسله وال کسان ووژل شول.
د پاکستان د پوځ وياند بريد جنرال وحيد ارشد د يوې مرکې په ترڅ کې وويل يو شمېر وسله وال کسانو د يوويشتمې نېټې په شپه د امنيتی ځواکونو د پلټنې پر يو پوستې د هاوانونو ډزې وکړې او بي له دوی سره ونښتل چې په ترڅ کې يې د وسله والو کسانو ديارلس تنه ووژل او دوه موټرونه ويجاړ شول، خو امنيتی ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.