<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-23 15:37:06    
د چين د لويديځې سيمې د مشهور سندرغاړی وانګ لو بين کلتوری ځای ناستي

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم ! په ١٩٩٤ کال کی د چين د لويديځې سيمې مشهور سندرغاړی وانګ لوه بين امريکا ته سفر وکړ او امريکائيانو په تودو احساساتو سره د ده سندرې وستايلې ٠ په ٢٠٠٧ کال کی امريکا ته د ښاغلی وانګ لوه بين د سفر د ديارلسمې کاليزې په وخت کی په دغه هېواد کی د دائمی ژوندی وانګ لوه بين په نامه هنری فيستوال ترسره شو او د فقيد سندرغاړی وانګ لوه بين نوم او سندرو يو ځل بيا په امريکا کی د خلکو احساسات راوپارول٠ د چين شينجيانګ ته د کتنې په نننی پروګرام کی به تاسو ته د وانګ لوه بين د هنر او سندرو د تبليغولو او خپرولو په برخه کی د شينجيانګ څو هنرمندان دروپيژنو٠

( سندره ) دغه خوږې سندرې چې تاسی واوريدې، ( د داوانچيک پيغله ) نومېږی او د ښاغلی وانګ لوه بين لخوا ليکل او ويل شوی چې د شينجيانګ يو کوچنی ښارګوټی او ټول شينجيانګ يې په نړۍ کی مشهور کړی دی٠اوس د شينجيانګ هنرمندان د دوی په ځانګړيو لارو سره له دغه محترم سپين ږيری څخه د ورپاتې شويو چارو د ترسره کولو لپاره کوششونه کوی٠

د ٢٠٠٧کال په مارچ کی د دائمی ژوندی وانګ لوه بين په نامه فيستوال چې د امريکا د نړيوالې ورځپاڼې ، د دغه هېواد د نړيوال کلتوری او هنری مرکز او د چين د شينجيانګ د کلتوری او هنری انستيټيوټ لخوا ترسره شو د امريکا په نيويارک کی په درنو مراسمو سره پرانيستل شو او د دريو مياشتو لپاره يې دوام درلود٠ نړيوالې ورځپاڼې د پرله پسی يوې مياشتې لپاره هره ورځ په خپله يوه يا نيمه مخ کی د دغه فيستوال په هکله اعلانونه خپرول او د وانګ لوه بين په هکله يې د نړيوالې اونيزې مجلې ځانګړی ګڼه چاپ کړه٠ نو له دی امله دغه فيستوال د امريکا په ټولنه کی ډير ښه عکس العمل راوپاراوه او توده پاملرنه يې ترلاسه کړه٠

د شينجيانګ د مرکز وروموچۍ ښار د داوانچيک سيمې د تبليغاتی څانګې د مشرې ما لی په مشرۍ د مشهور سندرغاړی وانګ لوه بين د څيړونکی کارپوه ليو شو هوان، مشهور انځورګر جاو وان شون او د پيانو غږونکی پروفيسر لي يا جيون په شمول د شينجيانګ يو ځانګړي پلاوي د امريکا په نوموړی فيستوال کی برخه واخيسته٠ د وانګ لوه بين د کلاسيکو سندرو د نيتونو په هکله د انځورګر جاو وان شون چينی انځورونو ډير زيات امريکايی ننداره چيان راجلب کړل٠ هغه وويل :

( غږ ) ٌ د وانګ لوه بين هره سندره شعر ګڼل کېږی او هر شعر يې ښکلی انځور هم دی٠ نو زما په انځورونو کی د وانګ لوه بين د سندرو ښکلی نيتونه ښودل شوي دي٠ ٌ

د هنری فيستوال په موده کی د امريکايي چلوونکی خوا د م م په مقر کی د څه دپاسه سلو هېوادونو د ديپلوماتانو په وياړ د وانګ لوه بين د موسيقو يوه ننداره ترتيبه کړه او د امريکا شپږو تنو مشهورو سندرغاړو او په ګډه د سندرو ويلو يو مشهور پلاوی پکی په وار سره د وانګ لوه بين سندرې وويلې٠ د بېلا بېلو هېوادونو ديپلوماتان چې کلتورونه ، د پوستکو رنګ او مذهبی عقيدې يې توپير لری، په دغو خوږو سندرو مست شوی وو٠

( سندره ) دا سندره چې تاسی واوريده، هم د وانګ لوه بين لخوا ليکل شوې او نوم يې ( په ليری ځای کی ) دی ، وانګ لوه بين يو داسی سپين ږيری و چې له مينې ډک وو، خو زيات غمونه يې هم وزغمل او ټينګه اراده او پراخ نظر يې درلوه٠ په ١٩٩٦ کال کی د ده د ٍژوند په وروستنی وخت کی د ده د بسترې په شاوخوا کی په پرله پسی توګه د دغې مشهورې سندرې غږ پورته کيده او يو ډګروال چې سترګې يې له اوښکو څخه ډکې وې، په زړه کی له دغه ستر ولسی سندرغاړی سره ژمنه وکړه چې زه به هرومرو ستاسی هيله ترسره کړم او ستاسی د سندرو د خپريدو په موخه کوششونه وکړم٠ دا سړی د وانګ لوه بين څيړونکی کارپوه ليو شو هوان دی٠

د سپين ږيری وانګ لوه بين تر مرګ وروسته له څه دپاسه لس کلونو راهيسی ښاغلی ليو شو هوان د وانګ لوه بين څيړنه د خپلې مسلکی دندې په توګه بولی٠ اوس ده د ( په ليری ځای کی )، ( د پنځه سوو کلونو سندرې ) او ( وانګ لوه بين ته کتنې ) په شمول څه دپاسه لس أثار چاپ کړي او د چين د پوست څانګې لپاره يې د ښاغلی وانګ لوه بين د يادونې په هکله څه دپاسه پوستی ټيکټونه طرح کړي دي٠ د ښاغلی ليو شو هوان د کوششونو له امله د شلمې پيړۍ د ولسی سندرغاړی وانګ لوه بين ځلاند ژوند ګام په ګام د ولسونو په منځ کی خپور شوی دی٠ د انځورګر جاو وان شون په اند د ليو شو هوان کوششونه د درناوي وړ دی٠ هغه وويل :

( غږ ) ٌ ليو شو هوان د سپين ږيری وانګ لوه بين د سندرو د خپرولو لپاره د وانګ لوه بين د ژوند له مخی د ده ډيرې زياتې سندرې او د ده په هکله زياتې کيسې راغونډې او تنظيم کړی دي او لا اوس هم د وانګ لوه بين د راپاتی شويو چارو د ترسره کولو لپاره کوششونو ته دوام ورکوی ٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو يو راپور واوريد چې عنوان يې و د چين د لويديځې سيمې د مشهور سندرغاړی وانګ لو بين کلتوری ځای ناستي ٠ ستاسی له اوريدنې مننه کوو٠ سوکاله اوسئ!