<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-23 17:06:42    
په علمی نندارتون کې د بيجينګ د اقتصاد او تکنالوژۍ سيمه

cri

ګرانو اوريدونکيو، څه موده دمخه د علمی چارو د لسمې دورې نړيوال نندارتون په بيجينګ کې پای ته ورسيد. په دغه نندارتون کې د بيجينګ د اقتصاد او تکنالوژۍ سيمې په غرفه کې لويې پردی د زياتو خلکو پاملرنه راجلب کړه.هر کال دغې سيمې له بېلا بېلو علمی لارو چارو پانګه اچوونکيو ته خپلې پرمختيايی پايلې او د پانګونې ځانګړيتوب ښودلی دی.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغې سيمې او علمی نندارتون ترمنځ د اړيکيو په باب معلومات وړاندی کړو.

د بيجينګ د اي ځوانګ د اقتصاد او تکنالوژۍ سيمه په ١٩٩٢ کال کې جوړه شوه.اوس د علمی نندارتون له لاری لازياتې تصدۍ د پانګونې په موخه کې دغې سيمې ته ننوتلی دی.د نوموړی سيمې د اداري کميټې چارواکی ياو جينګ وويل

د روان کال په نندارتون کې زمونږ د سيمې د الکترونيکی معلوماتو، مخابراتو، ايکولوژيکی او طبی چارو او موټرونو په شمول د نورو څلورو چارو غوره توليدات خلکو ته وښودل شول.مونږ هيله لرو چې د دغه نندارتون له لاری زمونږ د سيمې ښه بڼه وښودل شي.

اوس دغه نندارتون د نوموړی سيمې او دغه راز کورنيو او بهرنيو تصديو ترمنځ د اړيکيو د ټينګېدو يو پول دی. د دغه نندارتون په پرمخبيولو سره د سويډن د پيرستورپ په نامه د کيمياوی توليو توليدوونکي شرکت او د امريکا د جي ايي شرکت په شمول زياتو مشهورو تصديو په دغه سيمه کې خپل مقرونه جوړ کړي

دي.ميرمن ياو جينګ وويل علمی نندارتون د تصديو لپاره يو پول دی او له

دی لاری د پانګونې راجلبولو لپاره يو دايمی ميکانيزم ټاکل شوی دی.هر کال زموږ سيمه په دغه نندارتون کې خپل توليدات نندارې ته وړاندی کوي.

زمونږ خبريال له نندارتون څخه د ليدنې په مهال وليدل چې د بيجينګ د اقتصاد او تکنالوژۍ سيمې په سږنی نندارتون کې خپله ځانګړی غرفه جوړه کړې او د زياتو تصديو نوی توليدات او تکنالوژي پکې ښودل کيږي.د مخابراتو په برخه کې د نوکيا مشهورې تصدۍ هم په دغه نندارتون کې خپل نوی توليدات نندارې ته وړاندی کړي لکه د ګرځند تليفون پرزي.د معلوماتو له مخې اوس دغه شرکت په نوموړی سيمه کې خپل مقر، د توليداتو د څېړلو مرکز او يوه فابريکه جوړه کړې ده. په دغه سيمه کې د دغو مشهورو تصديو د برياليتوب له امله لازياتې تصدۍ راجلب شوي دي.

د سږنی نندارتون له جوړولو مخکی د مشروب څښلو بوتلونو په اړه د تجهيزاتو توليدوونکی تصدۍ يعنی د فرانسې د سيدل شرکت په دغه سيمه کې د خپلې اډې د جوړولو لپاره پنځوس مليون امريکايی ډالره لګولی چې په چين کې يوه ډېره لويه توليدي اډه ده. د دغه شرکت عمومی مدير د دغې اډې جوړولو د زمينې برابرولو په مراسمو کې وويل چې د بيجينګ د اقتصاد او تکنالوژۍ سيمه د پانګونې لپاره ښه چاپيريال، بشپړ تاسيسات او غوره خدمتونه لري.اوس په چين کې د مشروب جوړولو چارو چټک پرمختګ کړی دی، نو دی د چينی بازار د راتلونکی په اړه باورلري.

 د دغې سيمې د ځانګړی لارښوونې له امله مونږ پريکړه کړې چې په دغه سيمه کې خپله فابريکه جوړه کړو.

د معلوماتو له مخې تراوسه پوری په دغه سيمه کې په عمده توګه د الکترونيکو

معلوماتو،ايکولوژيکی او طبی چارو، موټرونو او د ماشين ألاتو جوړولو په اړه څلور

صنايع شامل دي.د دغې سيمې د اداري کميټې مشر جانګ بو شيو وويل زمونږ سيمه نه يوازی د معلوماتو او غوره کسانو په شمول زيات غوره والی لري بلکې د تصديو لپاره ښه خدمتونه کوي.نوموړی وويل چې زمونږ اداري کميټه به په پر له پسی توګه خپلې خدمتی لاری چارې بشپړې کړي او په سيمه کې به د لازياتو تصديو د پرمختګ لپاره ښه ضمانت برابر کړي.

له پلان سره سم به تر ٢٠١٠ کاله پوری دغه سيمه د تصدۍ پر تکنالوژۍ د اتکا له مخې لازيات پرمختګ وکړي.