<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-23 17:28:27    
د بېجينګ تاريخ (٤

cri

د يو لرغونی ښار په توګه، د بېجينګ ابادي د يوان، مينګ او چينګ په امپراتوری لړيو کې د زاړه ښار پر بنسټ تر سره شوې ده. د چين د ملی ولسی جمهوريت له بنسټ ايښودو وروسته د بېجينګ ښار د تاريخی ميراثونو ساتنه د بېجينګ د پرمختګ او جوړونې مهمې دندې وګرځېدې.

د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې په بېجينګ کې د ابادۍ لومړۍ توده موده راورسېده. په دغه موده کې د بېجينګ د زاړه ښار جوړونه او رغونه تر سره شوه. په هغه وخت کې د بېجينګ د چاپېريال مسئلې د حل لپاره په عمده توګه د ښار رغونې کارونه د ناپاکو موادو له منځه وړل، د ترانسپورت ښه والی او د توليد پرمختګ و. د چين د ملی ولسي جمهوريت د بنسټ ايښودنې د لسمې کاليزې د يادونې لپاره بېجينګ د تيان ان مين ډګر، د خلکو لوی تالار او د انقلابی تاريخ د موزيم په شمول لس ودانی جوړې کړی. دغه ډول نويو ودانيو د چينی ودانيو د دوديز شکل ساتنه او ابتکار وکړ.

د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې وروسته، د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې سره، بېجينګ د يو نړيوال لوی ښار پر لور پرمختګ پيل کړ او د ځمکو د معاملی د جوړونې په ډول د زاړه ښار پرمختګ په هراړخيزه توګه تر سره شو. له دې امله چې په هغه وخت کې د حکومت مالي توان لږ و او په زاړه ښار کې د اوسېدونکيو د هستوګنی شرايطو او چاپېريال ښه والی يوه بيړنی دنده وه، نو د معاملی جوړونه ژر د بېجينګ مشهور د تاريخی ښار په مرکزی سيمه کې تر سره شوه. د کلتور ساتنې او د ميراث له عمده ودانيو پرته، د دوديز شکل لرونکی يو شمېر زړې کوچنې ودانې د بيارغونې په پروګرام کې شاملی شوې.

که د بېجينګ ښار د ساتنې پلان نه درلودی، نو د دغه لرغونی مشهور ښار دوديز شکل به ښايی په لنډه موده کې له منځه تللی وی. نو د يو تاريخي او کلتوري مشهور ښار د ساتنې نظريې په ژورتيا سره، بېجينګ د لرغونی او مشهور ښار ساتنه ګام په ګام د قانون او مقرراتو له مخې يوه دنده وټاکله.

په ١٩٨٢ کال کې دولتی شورا اعلان وکړ چې بېجينګ د وطن په کچه د تاريخ او کلتور مشهور ښار دی. په ١٩٩٣ کال کې دولتی شورا د بېجينګ ښار د طرحې عمومی لارښوونه ومنله او دې ته پکې اشاره شوی وه چې بېجينګ يو مشهور لرغونی ښار دی او د دغه ښار د طرحې، جوړونې او پرمختګ په ترڅ کې بايد د تاريخی اثارو عمومی جوړښت وساتل شي. د دغې لارښوونې په رڼا کې، د بېجينګ حکومت د دغه ښار د تاريخ او کلتور ساتنه پياوړې کړه. يوه خوا يې د ساتنې لګښت زيات کړ، له ٢٠٠٠ کال راهيسی د بېجينګ حکومت د کلتوری ميراثونو د رغونې لپاره شپږ سوه مليون يوانه چمتو کړی چې له مخې يې ډېرې دوديزې ودانۍ نوې شوې دي. بله خوا، د بېجينګ حکومت په پر له پسی توګه بېلا بېل قوانين او مقررات جوړ او بشپړ کړل. د مشهور ښار په توګه د بېجينګ د تاريخ او کلتور ساتنې مقررات چې د ٢٠٠٥ کال د بېجينګ د دوولسمې دورې د ملی ولسی کانګرس د دايمی کمېټې په نولسمه غونډه کې تصويب شول، د بېجينګ د ساتنې لپاره يې پياوړی قانونی ضمانت برابر کړ.