<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-24 16:15:30    
جای جاو شيو او په کليو کې د تصويرونو غرفه

cri

ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام د خپريدو وخت رارسيدلی دی.زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کي يم.هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ.

په چين کې د بزګرانو د ژوند د کچې له لوړوالی سره سم روحی اړتياوې هم زياتې شوي.نو په نننۍ پروګرام کې به تاسو ته د چين د يون نان ولايت په کليو کې د تصويرونو د غرفې او بزګرې مېرمن جای جاو شيو په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

د يون نان ولايت د جان يې ولسوالۍ د لوو جيا شان په کلی کې د هر کور په بهرنيو ديوالونو باندی ځينی تصويرونه ليږل کيږی چې محتويات يې نه يوازی د په زړه پوړی سيندونو او غرونو، بلکې د بزګرانو د ژوند حالت څرګندوي. يو عام کلی د دغو تصويرونو له امله ځانګړې ښکلا لري. نو خبريال په دغه کلی کې له يوې ښځې څخه پوښتنه وکړه :

پوښتنه : السلام عليکم ! ستا د کور په ديوالونو هم دغه شان تصويرونه شته ؟

ځواب: هو شته . ډېر ښکلی دی.

پوښتنه: ته پوهيږي چې دغه تصويرونه د چا لخوا ايستل شوي دي؟

ځواب: زموږ په کليو کې هر څوګ پوهيږي چې دا تصويرونه د جای جاو شيو له خوا ايستل کيږي.

جای جاو شيو چې عمر يې څلويښت کاله دی په کليو کې د نقاشې په توګه ګڼل

کېږي. هغی د تصوير ايستلو د لامل په هکله وويل:

په ماشومتوب کې مې د خپل نيکه تر اغيزه لاندی له خطاطی او تصويرونو سره مينه درلوده او په هغه وخت کې مې د تصويرونو د ايستلو زده کړه پيل کړه.

مېرمن جای جاو شيو په ماشومتوب کې يوه هيله هم درلوده چې په ښوونځی کې د يوې انځور کړې په توګه کار وکړي. نو په ١٩٨٥ کال کې له عالی ښوونځی څخه له فارغېدو وروسته په ځايی ښوونځی کې د يوې انځور ګرې په توګه وټاکل شوه. له دې وروسته هغې د خپلو کوښښونو له لارې د چين د يو پوهنتون ملی دوديز تصوير په اړه د کالج ديپلوم تر لاسه کړ. په ١٩٨٧ کال کې جای جاو شيو د کلی د اداری کميټې د غوښتنې سره سم له ښوونځی څخه ووتله او په دغې کميټې کې يې د سکرترې په توګه کار وکړ چې له دې وروسته يې په شلو کلونو کې تل پر دغو کارونو ټينګار کړي.

په ٢٠٠٥ کال کې د جان يي په ولسوالۍ کې نويو کليو د جوړولو تګلاره پلې شوه چې له مخی يې بېلا بېل کلی او نوی لارې جوړې شوي او د بزګرانو د کورونو ديوالونه يې يو ځل بيا پاک شوی دی. د دې ترڅنګ مېرمن جای يو وړانديز و کړ چې د کليو د ښکلا لپاره په ديوالونو باندی تصويرونه وباسي او دغه وړانديز د کلی د اداری کميټې ملاتړ تر لاسه کړ. نو د ٢٠٠٥ کال له سپتمبر څخه جای جاو شيو په ديوالونو باندی د تصوير په ايستلو پيل وکړ. په لومړی مياشت کې يې پر يو شميرديوالونو باندې څه دپاسه ديرش تصويرونه ايستلی دی. دې وويل: 

ما هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه د تصوير په ايستلو لاس پوری کاوه او غرمه مې د کليوالو په کور کې ساده ډوډۍ خوړه او د شپې له خوا بېرته خپل کور ته تلم. ډېر سټری وم. خو زه ډېر خوشحاله هم وم.

د جای جاو شيو تصويرونه د کليوالو له خوا وستايل شول . نو له دې وروسته ډېر کليوالو جای جاو شيو ته بلنه ورکړه چې د دوی د کور په ديوالونو باندی تصوير وباسي. جای جاو شيو هره ورځ په کار بوخت وي ، نو له دې امله د کلی د ښوونځی ښوونکي، متقاعد کارکوونکي او د جای جاو شيو ورور له جای جاو شيو سره د مرستې او د کلی د لا ښکليدو لپاره ورسره پر ديوالونه تصويرونه باسي. د دغو وګړيو د ګډو کوښښونونو له لارې يوازی په څلورو مياشتو کې څه دپاسه دری سوه تصويرونه رامنځته شوی چې له امله يې د لو جيا شان کلی په يو زړه پوری او ښکلي کلي بدل شوي دی.

له دې نه لږ وروسته د نورو کليو خلکو هم د لو جيا شان کلی د دغو تصويرونو معلومات تر لاسه کړل او جای جاو شيو ته يې بلنه ورکړه چې د دوی په کلی کې هم تصويرونه وباسی. جای جاو شيو ګام په ګام يوه مشهوره نقاشه ګرځيدلې ده.

اوس جای جاو شيو لا بوخته ده، ځکه چې هغه غواړی په علاقه دارۍ کې د خطاطی او انځور ګرۍ په اړه يوه ټولنه جوړ کړي چې په دغه سيمه کې هغو ماشومانو ته وړيا روزنه وکړي چې له خطاطی او انځور ګرۍ سره مينه لري.