<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-24 17:10:42    
د چين له غوره کيفيت لرونکيو جواروڅخه د غوړيو د توليد چارو بنسټ ايښودونکی ښاغلی سونګ تونګ مينګ

cri

ښاغلی سونګ تونګ مينګ د چين د جوارو کيفيت د ښه والی او روزنې د مرکز يو کارپوه دی او هم له غوره کيفيت لرونکيو جوارو څخه د غوړيو د توليد چارو بنسټ ايښودونکی دی.د روان کال د فبروری په ٢٧ نېټه ښاغلی سونګ د غوره کيفيت لرونکيو جوارو او اړوندې تکنالوژۍ د اختراعاتو په اړه دوهمه کچه جايزه تر لاسه کړه.

ښاغلی سونګ په ١٩٣٧ کال کې د چين د هه نان ولايت په باو فونګ ولسوالۍ کې زيږيدلی او په ١٩٦١ کال کې يې د بيجينګ د کرنې له پوهنتون څخه له فارغت وروسته د وراثت له لاری د جوارو تخمونو په روزلو پيل وکړ. ښاغلی سونګ تونګ مينګ په ١٩٨١ کال کې د زده کړې لپاره امريکا ته لاړ.

ښاغلی سونګ د دغه ډول جوارو د څېړنې موخې د يادونې په ترڅ کې وويل چې د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د خوارک غوړی ډېر کم و،نو حکومت يوازی هر وګړي ته ٢٥٠ ګرامه غوړی برابرول چې دغه اندازه د وګړيو لپاره کافی نه وه. کله چې د لوړه غوره کيفيت جوارو په ارزښت او پرمختيايی امکاناتو پوه شوم، نو د دغه ډول جوارو د تخمونو له روزلو سره مې علاقه وموندله او په دې باور شوم چې د دغه ډول جوار روزل د چين له ريښتينيوالی سره سمون لري.

د ده د کوششونو له امله چين د ښه کيفيت لرونکيو جوارو د روزلو په برخه کې ښې پايلې تر لاسه کړې چې له مخې يې چين د دغه ډول جوارو او اړوندې تکنالوژۍ په برخه کې يو مهم صادراتی هېواد ګرځيدلی دی.

ښاغلی سونګ خبريالانو ته وويل چين د جوارو توليدولو په برخه کې يو لوی هېواد دی او د جوارو د کرنې ځمکنی مساحت يې له امريکا وروسته ٢٣ مليون هکتارو ته رسيږي.خو له اوږدی مودې راهيسی د جوارو کيفيت نه دی ښه شوی چې له امله يې د چين د خوړو او توليداتو چمتوکولوصنعت د چټک پرمختګ اړتياوې نه دي پوره شوې. له دغه ډول جوارو څخه د عمومی جوارود عمده ډول په پرتله نه يوازی غوره ډول غوړي توليديږي بلکې د جوړو زيات ګټور توکي هم پکی موجود دي او د زياتوالی ارزښت يې په سلو کې لسو ته رسييږي.

له څو کلونو راهيسی د دغه ډول جوارو د کرلو له لاری د بزګرانو اقتصادی ګټې زياتې شوي دي.د يوې شمېرنې له مخې اوس د دغه ډول جوارو د کرنې ځمکنی مساحت څه د پاسه٠ ٣٣ زره هکتارو ته رسيدلی چې ٣٢٠ مليون يوانه ګټې ترې تر لاسه شوې دې.

ښاغلی سونګ خبريالانو ته وويل چې له دغه ډول جوارو څخه توليد شوی غوړی يوه غوره ډول غوړی دي. ويل کيږي چې د دغه ډول جوارو د روزنې پرمختګ د هېواد د جوارو جوړښت د تنظيمولو له لاری او د جوارو روزنې له نړيوال پرمختګ سره سمون لري. ښايی چې دغه ډول جوار په راتلونکی کې په نړۍ کې د جوارو کرلو يو عمده ډول وي.

نوموړی زياته کړه چې په همدی وخت کې بايد حکومت بايد د دغه ډول جوارو د پرمختګ لپاره يوه اړونده امتيازی تګلاره پلی کړي چې بازاری اړتياوی پوره شي او هم د بزګرانو عايدات زيات شی.