<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-24 18:00:38    
بېجينګ په فعاله توګه د اولمپيک لوبغاليو د امنيت ساتنې کارونه تر سره کوی

cri

ګرانو اورېدونکو! د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره د تياريانو په ترڅ کې د هر لوبغالي د امنيت ساتنې کارونه ډېر مهم دي. د معلوماتو له مخې، د سپورتی لوبغاليو د جوړېدو په ترڅ کې د امنيت ساتنې کارونه په عادی توګه تر سره شوی او د لوبغاليو له جوړولو وروسته به دغه چارې بيا هم دوام ولري.

په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو لپاره د رسمی سيالۍ يوديرش سټېديومونه او د روزنې پنځه څلويښت سټېديومونه او د دولتی غونډو د مرکز په شمول پنځه اړوندې ودانې جوړې شوې دي. له ترهګرو بريدونو څخه د دغو پروژو د امنيت ساتنې کارونه د اولمپيک لوبو د تياريانو په ترڅ کې يوه مهمه دنده ده. د دغو لوبغاليو د جوړېدو په پيل کې بېجينګ د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې د همغږۍ ګروپ ټاکلی دی.

د اپريل په څلورمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو کمېټې د لوبغاليو د امنيت ساتنې په اړه يوه مطبوعاتې غونډه تر سره کړه. د همغږۍ دغه ګروپ مرستيال ليو شاو وو وويل دوی د امنيتی اولمپيک لوبو په موخه د امنيت ساتنې د لومړي پړاو کارونه تر سره کړي دي. هغه وويل 

د بېجينګ د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې لوبو د کوربنۍ حق له تر لاسه کولو راهيسی، د اولمپيک لوبغاليو جوړونه دغو لوبو ته د تياريانو لومړی کار دی او د لوبغاليو د جوړونې امنيت ساتنه هم د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې کارونو لومړۍ دنده ګڼل کيږي.

د معلوماتو له مخې، د بېجينګ د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې په کارونو کې د پوهنې له ډېرو عواملو څخه استفاده شوې ده. د ټولو لوبغاليو د جوړونې مهمې سيمې او برخې د څلورويشتو ساعتونو لپاره تر څارنې لاندی دي. د هر لوبغالي پروژه د ويډيو څارنې سيستم د انټرنيټ په شبکه کې شامل دی او د شبکې له لارې د ټولو لوبغاليو د پروژو امنيتی حالات د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې مرکز لخوا لاسته راوړل کېږی . ښاغلي ليو شاو وو وويل 

موږ د تکنولوژۍ له تجهيزاتو څخه په استفادې د اولمپيک پروژو د امنيت ساتنې يوه بشپړه شبکه جوړه کړې ده. تر اوسه پوری د بېجينګ د اولمپيک پروژو د مهمو برخو د څارنې سيستم د اولمپيک د امنيت ساتنې له مرکز سره تړاو لری چې له مخې يې د تکنولوژۍ دفاع پياوړی شوې ده.

تر جدی څارنې لاندی تر اوسه پورې د بېجينګ د اولمپيک د ټولو لوبغاليو پروژو د بشپړونې په ترڅ کې هېڅ جنايی پېښه نه ده رامنځته شوی. د اولمپيک لوبو په رارسېدو او د سپورتی لوبغاليو جوړونې په تر سره کېدو سره به د امنيت ساتنې کارونه د ډګرونو له امنيت ساتنې څخه د سياليو په موده کې امنيت ساتنې ته وګرځي. په روان کال کې د اولمپيک لوبو لپاره د ډېرو ازموښتي سياليو په تر سره کېدو سره، شک نشته چې د بېجينګ د اولمپيک لوبغاليو د امنيت ساتنې کارونه به د وګړيو ډېره پاملرنه راجلب کړي.

د ښاغلي ليو شاو وو په وينا، له نړيوالو عاداتونو او د اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې له مقرراتو سره سم به د بېجينګ د اولمپيک لوبو او له هغو مخکې د ټولو ازموښتي سياليو په ترڅ کې په لوبغاليو کې د سياليو کتونکي ټول نندارچيان

اړينه امنيتی څارنه ومني. پر دې سربيره به د امنيت ساتونکي ارګان په جدی توګه له ترهګرانو سره دفاع او په ستيډيومونو ته د دوی د ننوتلو مخنيوی وکړي.

د اولمپيک لوبغاليو د امنيت ساتنې لپاره، د بېجينګ د اولمپيک لوبو امنيت ساتونکې ډلې د پوليسو يوه ځانګړی ډله ټاکلی ده. ښاغلي ليو شاوو وو وويل 

د بېجينګ د عامه امنيت ادارې خپله ځانګړی پوليسی ډله جوړ کړی او اوس يې په ځانګړی روزنه بوخت دي. دغه راز دوی به د ترهګرۍ پر ضد د يوې پياوړی ډلې په توګه، کله چې ترهګر بريد رامنځته کيږی، اغېزناک رول ولوبوي.