د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د المان صدراعظمې انګيلا ميرکيل د جولای په ٢٤مه نېته په برلين کې د افغانستان د مسئلې په هکله د م م له ځانګړي استازي توم کوينيګس سره وکتل. دواړو خواوو په افعانستان کې د نړيوالو امنيت ساتونکو ځواکونو په پوځی عملياتو کې د المان د ګډون او د دغه هېواد د بيا رغونې د ملاتړ د دوام مسئلو په هکله بحث وکړ.
ښاغلي توم کوينيګس د المان د حکومت ستاينه وکړه چې په افغانستان کې د نړيوالو امنيت ساتونکو ځواکونو د کارونو ملاتړ ته دوام ورکوي. هغه وويل م م به تر وسې پورې په افغانستان کې د يو بل المانی يرغمل د ژغورنې لپاره د دغه هېواد له حکومت سره مرسته وکړي.