<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-25 16:48:38    
د چين د لی سو د قوم په باب معلومات

cri

د لی سو قوم څه نا څه پنځه لکو څلور اويا زره تنه نفوس لری او اکثريت يی د جنوب لويديځ چين د يون نان په ولايت کښی د نو جانګ د لی سو قوم په خودمختاره لويه ولسوالی کښی اوسيږی او نور لږ شمير يی د يون نان د ولايت په نورو ولسواليو او د سچوان د ولايت په څو ولسواليو کښی ژوند کوی٠ د لی سو قوم خپله ژبه لری او په ١٩٥٤ کال کښی يی د لاتينی حروفو پر اساس قومی ليک دود جوړ کړيدی٠

ډير پخوا د لی سو قوم پرڅو ارباب الانواعو باندی عقيده درلودله او د طبيعت پرستيش يی کاوه، خو د نولسمې پيړۍ په دوهمه نيمايی کښی کاتوليک او مسيحيت د دی قوم د اوسيدو په سيمو کښی داخل شويدی٠ دا قوم خپله خاصه جنټری يعنی طبيعی جنټری لری او يو کال يی په لسو مياشتو ويشل کيږی چه نومونه يی په جلا جلا توګه دا دی: ګل، چړونګ، د غرنی اور لګيدنه، ټولونه، لو، د شرابو جوړونه، ښکار، د نوی کال تيرونه او د کور جوړونه٠

لی سو يو لرغونی قوم دی چه د دوی اسلافو ان په ميلادی اتمه پيړۍکښی د جنوب لويديځ چين د جن شا د سيند په غاړو کښی ژوند کاوه٠ د دی قوم کورونه دوه ډوله دی چه يو ډول يی په پوره توګه له لرګيو څخه او بل يی له باڼسو او لرګيو څخه جوړيږی٠

د لی سو د قوم د ښځو لباسونه ډير ښکلی دی چه دوی لنډ کميس او اوږده لمن اغوندی، سر يی په سرو او سپينو ښيښه ئی مريو ښکلی کيږی او مخکښی يی هغه اوږد ميلونه ځواړنده دی چه له رنګينو ښيښه ئی مريو څخه جوړشويدی، د دوی لمن له لس ګونو رنګه رنګه ټوکرانو څخه ګنډل شويدی٠ د لی سو د قوم نارينه عمومأ لنډ کميس او اوږد پطلون اغوندی او ځينی يی په تور ټکر خپل سر پيچی٠

د لی سو د قوم د خلکو عمده غله جات جواری دی٠ د دوی په نظر د ژويو د صفرا مايع يو ډول ډيره ښه دوا ده او د خوراکونو د پخولو دپاره ښه مساله هم ګڼل کيږی، نو ځکه دوی د صفرا مايع په شرابو کښی شيندی او څښی يی او د غوښو د پخولو په ترڅ کښی هم دا مايع اچوی ترڅو چه بد بوی يی ليری شی او غوښې لا خوندورې شی٠

کله چه د لی سو د قوم نجلۍ څوارلسو کلونو ته ورسيږی، کورنۍ يی د هغې دپاره د لمن د اغوستلو مراسم جوړوی، له دی څخه څرګنديږی چه دا نجلۍ بالغه شوې او ټولنيز حقوق لری٠ دغه مراسم د کورنۍ د سپين سری تر رياست لاندی ترسره کيږی چه لومړی، نجلۍ لويانو ته سلام اچوی او ورپسی د دې مور پخپله ګنډل شوی اوږده لمن پر هغې باندی اچوی او په عين وخت کښی په لوړ اواز وايی چه ای لورې ! نن ستا ازاده ورځ ده، ته لويه شوې يې او کيدای شی چه د مرغه په شان والوزی٠

د لی سو د قوم هر نارينه په يو وخت کښی يوازی يوه ښځه لری او د واده نه وروسته له خپل مور پلار څخه بيليږی٠

د چين د زراعتی جنتری له مخی د هر کال د دوهمې مياشتې اتمه ورځ د لی سو د قوم خلک چاقو لرونکی لرګۍ ته د ختلو عنعنوی اختر نمانځی ٠ د نمانځنې د ميدان په مرکز کښی د شلو مترو په لوړوالی يو لوی لرګی دروی چه ورباندی يی د زينې په شان شپږ ديرش اوږدې تورې تړل کيږی او د توری تيغ پورته لورې ته وی٠ غرمه د اتش بازی او ډنګ ډونګ د اوازونو د پورته کيدو په ترڅ کښی د دی قوم پنځه تنه نارينه د سره خلعت په اغوستلو او د ابی رنګه خولۍ په سر کولو سره د نوموړی لرګی لاندی يوه کاسه شراب څښی او ورپسی په داسی حال کښی چه به لاسونه د پاسنی چاقو تيغ نيسی او خپلې لڅې پښې پر تيز تيغ باندی کيږدی، په زړه وره توګه پورته وخيژی، کله چه د لرګی پاسنی برخې ته خيژی، دوی اتش بازی سوځوی او نور خلک تودې چکچکی کوی او په لوړ اواز نارې وهی٠ کله چه ختونکی مځکې ته بيرته ښکته کيږی، خلک دوی ته د شراب په وړاندی کولو سره مبارکی وايی٠ هغه نارينه چه چاقو لرونکی لرګۍ ته ختلای شی ، د لی سو قوم پر خلکو باندی ډير ګران وی ٠