<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-25 17:59:49    
له افريقا سره مينه لرونکي چيني ښوونکي

cri

په دي وروستيو کلونو کې د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو په پرله پسي پرمختګ سره د ښوونې په ساحه کې هم د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ ورځ په ورځ پياوړي او زياتيږي ٠ د چيني ژبې يعني د هان قوم ژبې د ترويج له پاره د چين حکومت د ٢٠٠٥ کال په پاي کې د کينيا په پلازمېنه نيروبي کې د کانقسوس په نوم پوهنځي جوړ کړ چې عمده موخه يي د چين کلتور پراخول دي ٠

ښاغلي ليو يونګ پخوا د چين د تيان جنګ ښار د دارالمعلمين ښوونکي و ٠ په ٢٠٠١ کال کې هغه د چين د ښوونې وزارت په سپارښتنه تانزانيا ته ولاړ او د دارالسلام د علومو او مهندسۍ په پوهنتون کې د کمپيوتر زده کړې ور کوي او په هغه ځاي کې يي پنځه کاله کار کړي دي ٠ د ٢٠٠٦ کال په لومړي وخت کې هغه يو ځل بيا له تانزانياڅخه کينيا ته ولاړ او د نيروبي د کانفوسيوس په پوهنځي کې د هان قوم د ژبې د ورزده کولو په کار پيل وکړ ٠ د نيروبي کانفسيوس پوهنځي په افريقا کې د چيني ژبې د زده کولو لومړني پوهنځي ګڼل کيږي ٠ ښاغلي ليو يونګ وويل چې د نيروبي پوهنتون د کانفسيوس پوهنځي له جوړيدو راهيسي د چيني ژبي د تدريس په بهير کې ځينې دوديزې بڼې لغوه شوي او د ښوونې لارې چارې يي لا قعالې ښکاري ٠ د هغه په أند ښوونکي له تدريس څخه پرته بايد په بېلا بېلو بڼو له زده کوونکو سره خپله دوستۍ پياوړي کړي ٠ هغه وويل چې زما او د زده کوونکو ترمنځ اړيکې ډيرې ښې دي چې دغه اړيکې نه يوازي د زده کوونکو او

ښوونکو ترمنځ اړيکې ،بلکې د دوستانو ترمنځ اړيکې هم دي ٠ که وخت ولرم د اونۍ په پاي کې کله کله زده کوونکو ته بلتنه ورکوم چې د ميلمنو په توګه زما کور ته راشي ٠ زه په کور کې د دوي له پاره چيني خواړه پخوم او له زده کوونکو سره يو ځاي د چين ځانګړي خوړه جاو ځه جوړ او پخوي يي ٠

په افريقا کې د خپل ژوند د يادولو په وخت کې ښاغلي ليو يونګ وويل چې د خپل هيواد په پرتله په افريقا کې زما ژوند ډيرې ستونزې لري ، کله کله د يوې مياشتې په نيمه برخه کې اوبه او بريښنا نه وي چي دغه حالت زما په خپل هيواد کې هيڅ نه ليدل کيږي ٠ خو زه په کوشش سره خپلې ستونزې حل کوم ٠ ځکه زه په افريقا کې له ژوند سره بلد شوي يم هغه وويل چې د وخت په تيريدو سره زه ورځ په ورځ له دغه ځاي سره خوښيږم ٠ دلته خلک زړه سواندي ، مهربان او اخوږي دي او له چينايانو سره زياته مينه او دوستي لري ٠ بايد وويل شي چې د افريقايي زده کوونکو په زړونو کې ښاغلي ليو يونګ هم يو ډير ښه ښوونکي او دوست ګڼل کيږي ٠ کله چي خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چې تاسې ل کوم کار ډير غواړي ، هغه ځواب ورکړ چې د چيني ژبې ښه تدريس کول او دده زده کوونکي د چيني ژبې د زده کولو له پاره چين ته راتلل دده تر ټولو نه لويه هيله ده ٠ کله چي خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چې که چيري سبا تاسې له افريقا څخه وخوځيږي ، ستاسو له پاره به دلته کوم شي ډير ارزښت ناک او نه هيريدونکي وي ؟ هغه وويل که چيري زه سبا له افريقا څخه وخوځيږم ، دلته مځکه ، ښکلې طبيعي منظرې او زما زده کوونکي زما له پاره نه هيريدونکي دي ٠ خبريال بيا ور څخه پوښتنه

وکړه چې تاسي غواړي په افريقا کې خپل کار ته دوام ورکړي ؟ ښاغلي ليو يونګ په ځواب کې وويل چې که دغه فرصت او امکان راته برابر شته ، زه به په دي ځاي کې خپل کار ته دوام ورکړم ٠