<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-25 18:24:50    
په چين کې د انترنيت د بروډ بند يعنې د پراخې کړۍ شبکه

cri

د کمپيوتري شبکې د تکنولوژۍ له چټک پرمختګ سره سم وګړي هيله لری چې د انترنيت له لارې خپل لا زيات کارونه ترسره کړي ، نو دوديزه شبکه له زمانې څخه وروسته پاتې وه چې له امله يي د بروډ بند يعنی پراخې کړۍ شبکه رامنځته شوېده . که څه هم چين يو پرمختيايي هيواد دی ، خو د پراخې کړۍ شبکه له وروستيو کلونو راهيسې ډير استعمال شوېده .

د پراخې کړۍ شبکه څه مانا لری ؟ د کارپوهانو په اند اوس د پراخې کړۍ شبکه د عمده ، ښاري او د استوګنې سيمو په شمول په دريو کړيو ويشل شوې په بله ژبه لومړې کړۍ يي د غوره سړک ، دوهمه کړۍ يي په ښاري سيمه کې د لارې او درېمه کړۍ يي هرې کورنۍ ته د رسيدلې لارې په شان ده. په عمومي توګه د پراخې کړۍ مانا دا ده چې په عمده شبکه کې د معلوماتو ليږدولو سرعت له دوه اعشاريه پنځه مليون څخه او د معلوماتو اخيستلو سرعت يي له يو مليون څخه اوښتی دی.

د يوې ژوندې بېلګې په توګه که انترنيټ له يو سړک سره تشبيه کړو، نن ورځ په دی سړک کې د موټرو د تګ راتګ ګڼه ګوڼه ډيره ده.خو د پراخې کړۍ شبکه د پراخ سړک په شان دی او ډير زيات موټرونه پکې تګ راتګ کولی شی او خنډ نه پکې پيدا کيږي.

د پراخې کړۍ شبکه په ټوله نړۍ کې د سياسي ، اقتصادي ، کلتوري او اړوندو معلوماتو د ليږدولو راليږدولو په ساحو کې کارول کيږي . د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ مرستيال وو هه چيون وويل په چين کې په سلو کې اويا انترنيټ کارونکي د پراخې کړۍ شبکه استعمالوي او شمير يي هره مياشت په سلو کې سل زياتيږي .

د کارپوهانو په اند د ملي اقتصاد د نبسټيز صنعت په توګه د معلوماتو او مخابراتو

چارې د چين د اقتصادي پرمختګ او د وګړيو ژوند د لوړوالي لپاره نه بدليدونکي رول لوبوي . د پراخې کرښې شبکې له دودولو سره سم به د چينايانو د ژوند بڼه او عادتونه هم بدل شی. په راتلونکي وخت کې به د استوګنې په سميو کې ددې شبکې استعمالونکي وکړای شی چې له خپلې غوښتنې سره سم راډيويي او تلويزيوني پروګرامونه وګوري او واوري ، هغه غونډې جوړې کړي چې ګډون کوونکي يو بل ليدای شی ، دغه راز د شيانو اخيستلو ، ليرې درملنې او ښوونې په شمول له خدمتونو څخه برخمن شی .

د چين د معلوماتي چارو وزير جانګ شين شن وويل د پراخې کړۍ شبکې د دودولو تر څنګ کوشش کوو چې دغه شبکه نوره هم بشپړه شی او د معلوماتو ليږدولو او اخيستلو سرعت لوړ شی .

د معلوماتو له مخې تر اوسه په چين کې ددې شبکې استعمالونکي اوه نوي مليونو ته رسيدلی دی چې دغه شميره له امريکا وروسته په نړۍ کې دوهم ځاي نيسی. په سلو کې څلوراويا برخه نوموړي استعمالونکي په پرمختلليو هيوادونو کې او په سلو کې اولس اعشاريه پنځه برخه په چين کې دي او نور له لس سلنې څخه کم استعمالونکي په نورو پرمختيايي هيوادونو کې دي .د اټکل له مخې تر دوه زره او لسم کال پورې به په چين کې د پراخې کړۍ شبکې ارزښت دوه سوه يو ويشت ميليارد او پنځه سوه مليون يوانو ته رسيږي ، نو ويل کيږي چې په دې ساحه کې د پرمختګ پټ ځواک ډير لوی او غښتلی دی . خو د پرمختګ فرصت د رسولو تر څنګ سيالی او ننګونې هم شته . نو په دې هکله نړيوالې همکارۍ ته اړتيا ده او ګډه ګټه غوره غوراوی دی. د چين د پرمختګ او اصلاح کميسيون د لوړې

او نوی تکنولوژۍ ادارې مشر شيو چين وويل د معلوماتي صنعت د پرمختګ حتمی لار نړيوال کيدل دي. د چين خپلواک نوښت او ابتکار پرانستونکی دی . موږ د کورنيو او بهرنيو تصديو ترمنځ د معلوماتي تکنولوژۍ د څيړنې او د توليداتو د جوړونې او د معيارونو د ټاکنې په هکله د تبادلې ملاتړ کوو څو چې ګډه ګټه واخيستل شی او په ټوله نړۍ کې د پراخې کرښې تکنولوژۍ د کارولو او اړوندو توليداتو د جوړولو بهير چټک شی.

په دوه زره او اتم کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبې د چين د پراخې کړۍ د شبکې د پرمختګ لپاره ډير ښه فرصت دی. چين ژمنه کړې چې د دغو لوبو په موده کې د بېلا بېلو هيوادونو د خبري رسنيو لپاره د عکسونو او معلوماتو د ليږدولو په ساحه کې د پراخې کړۍ کارولو ښه خدمتونه برابر کړی .