<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-25 18:27:54    
د چين هوانګ داو په ښار کې د فوټبال لوبغاړو د روزنې ښوونځی

cri

د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو په ترڅ کې به د چين په شپږو داسې ښارونو کې يو لړ مسابقې تر سره شي چې هر يو يې خپل ځانګړی سپورتی کلتور لری. د چين هوانګ داو په ښار کې د دولت په کچه د فوټبال لوبغاړو د روزنې په هکله يوازنی ښوونځی شته چې زيات شمېر غوره ماشومان په کې په فوټبال لوبو کې د خپل خيال تر سره کولو لپاره کوشش کوي.

يو هلک چې شياو يا نان نومېږي، روان کال ١٣ کلن دی، څلور کاله کېږي چی دی په دغه ښوونځی کې روزل کېږي. دی د فوټبال په لوبو کې د استعداد او ټينګ هوډ له امله په ښوونځی کې يو ډېر غوره زده کوونکی دی او ښايی چې د چين د دولت په کچه د فوټبال د ماشومانو په لوبډله کې شامل شي. شياو يا نان وويل کله چې شپږ کلن وم، له فوټبال سره مې علاقه درلوده، ځکه چې زما پلار هم د فوټبال يو لوبغاړی دی. د دغه ښوونځی د کلتوری روزنې د اداری مرستيالې شيو لي يان وويل شياو يا نان د فوټبال په لوبو کې د ګډون په وخت کې ډېر هوښيار او ځيرک دی. هغې وويل که په دوهمه ورځ د فوټبال لوبې تر سره کېږي، دی له مخکې د لوبډلې د کارولو په هکله فکر کوي چې څنګه په مسابقه کې برياليتوب تر لاسه کړي.

په دغه ښوونځي کې ماشومان د فوټبال په لوبو کې د خپلی روحيی پارولو له امله له نورو ماشومانو سره توپير لري. دلته زده کوونکي له نورو کسانو سره د همکارۍ ، تګ راتګ او يووالي باور لری. ښوونکې شيو لي يان وويل زما په نظر دلته زده کوونکي ډېر هوښياردی او چټک غبرګون ښوولی شي، سر بير پر دې له دې امله چې دوی په يوه لوبډله کې د فوټبال لوبی کولای شي، نو د دوی تر منځ د يووالې روحيه

ډېره پياوړې ده.

په دغه ښوونځي کې زيات شمېر ماشومان له ډېر کوچنيتوب څخه له پلرونو او ميندو څخه جلا شوی او په ښوونځی کې روزل کېږي. په پيل کې يې پلرونه او ميندی ډېر ياد بدل. خو په ښوونځی کې ښوونکي او روزونکی د ماشومانو د پلرونو او ميندو په شان په جدې توګه د ژوند په چارو کې دوی ته پاملرنه کوی، نو سمدلاسه يې د فوټبال په ښوونځې کې دوی له ژوند سره عادت پيدا کړی دی.

په ښوونځې کې د روزنې سويی ساتنې په موخه زيات شمېر چينی او بهرني غوره روزونکی منل کېږي چې زده کوونکيو ته مسلکی درسونه ورکړي. برسيره پر دی د ښوونځي چارواکي هميشه د فوټبال لوبو په برخه کې مشهورو نړيوالو کارپوهانو ته بلنه ورکوي چې زده کوونکيو ته د نړيوالو غښتليو لوبډلو د ځانګړتياوو په هکله معلومات ورکړي. دغه زده کوونکي هم په ځينو وختونو کې له چينی او نړيوالو لوبډلو سره سيالی کوي چې تجربې تری تر لاسه کړي.

د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو په وخت کې به په چين هوانګ داو کې د فوټبال لوبو يوولس مسابقې تر سره شي، نو د دغه ښوونځي زده کوونکي ډېر خوشحاله او له احساساتو څخه ډک دی.

په وروستيو دوو کلونو کې د دغه ښوونځي په جوړونه کې ١٥٠ مليون يوانه پانګونه شوې ده. د اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې به د دغه ښوونځي ډګر د ځينو برخوالو ټيمونو د لوبډلو لپاره د تمرينونو ځای وي. نو ماشومان زده کوونکي به له غوره لوبغاړو سره د تماس زيات فرصتونه ولري، دوی اوس هېله لری چې د داوطلبانو په توګه د لوبغاړو د هرکلي په اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي.