
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارت د جولای په٢٦ نېټه د دی خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد له ٢٣ يرغملانو څخه يو تن د طالبانو وسله والې ډلې لخوا وژل شوی دی٠ د افغانستان پوليسو هم د جولای په ٢٥نيټه ماښام دا خبره ومنله چې د کوريا جمهوريت د دغه نارينه يرغمل مړی موندل شوی دی٠
د طالبانو وسله والې ډلې وياند قاری يوسف احمدی په ٢٥ نېټه څرګنده کړه : څرنګه چې د افغانستان حکومت د بندی شويو طالبانو د خوشی کيدو په هکله د دوی غوښتنه پوره نه کړه ، نو دوی د کوريا جمهوريت يو نارينه يرغمل وواژه ٠ نوموړي زياته کړه : که د طالبانو غوښتنه پوره نشی، دوی به د کوريا جمهوريت لا زيات يرغملان ووژنی٠
د کوريا جمهوريت ولسمشر روه مو هيون د جولای په ٢٥ نېټه د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره تيليفونی خبرې وکړې٠ دوی دواړو پريکړه وکړه چې د يرغلانو د ژر تر ژره خوشی کيدو لپاره خپل منځی همکارۍ ته دوام ورکړی٠