<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-26 16:41:41    
د سی ان ښاری ديوالونه

cri

سی ان د غوره جغرافيايی موقعيت له امله د چين د يوولسو شاهی سلسلو پايتخت و، نو له اوږدی تاريخی مودی راهيسی ډير زيات تاريخی او کلتوری اثار راپاتی دی چی دغه قديمی شيان ډير زيات چينی او خارجی سيلانيان راجلبوی٠ خو زياتو سياحانو ته معلومه نه ده چی د سی ان ښاری ديوالونه چی د ښار په مرکز کی ولاړ دی، د ننه په چين کی د نورو ښارونو په پرتله ډير ښه ساتل شوی او پيمانه يی هم ډيره ستره ده٠ په لرغونی زمانه کی سی ان د چان ان په نامه ياديده او دوه زره کاله د مخه د چين د مان په سلسله کی رامنځته شو او د نننی سی ان ښار له جنوب لويديځ نه په پنځو کيلو متری کی واقع و چی مساحت يی شپږديرش مربع کيلو متره او د ديوالونو جګوالی يی دوولس متره او د ديوال د پايو پلنوالی يی له دوولسو نه تر شپاړسو مترو پوری و٠ دا ښار په هغه وخت کی په نړی کی تر ټولو لوی ښار بلل کيده او د دی ښار د ديوال لوړه کنډواله چی څو متره جګ ده ، لا تر اوسه هم ليدل کيږی٠ په ٥٨١ کال کی چان ان ښار خراب شو او دنننی سی ان ښار په ځای کی نوی ښار جوړ شو او ور پسی د تان په سلسله کی د دی ښار د بيا ودانی او پراختيا پراخه پروژه بشپړه شوه او په داسی ښار بدل شو چی يو لوی واټ د ښار په منځ کی وغزيد او د ښار ختيځه او لويديځه برخه ئی برابره وه ٠ دغه لوی ښار چی مساحت يی پنځه اتيا مربع کيلو متره و او د بيجينګ د قديمی ښار نه هم لوی او د نننی سی ان ښار نه اوه برابره پراخ و٠دی ښار مستطيل شکل درلود او له ختيځ نه تر لويديځه پوری نهه زره اوه سوه يوويشت متره اوږد او له جنوب نه تر شماله پوری اته زره شپږ سوه يوپنځوس متره پلن او د ښار دايره شپږديرش اعشاريه اوه کيلومتره اوږده وه٠ په هغه وخت کی د دی ښار د اوسيدونکو شمير يو مليون تنو ته رسيده او په هر ځار کی يی ډيره ګڼه ګوڼه وه او واقعأ يو لوی نړيوال ښار و٠ د چان ان قديمی ښار له درو برخو څخه جوړ شوی و چی امپراطوری ماڼۍ د ښار په شمال کی پرته وه او د امپراطور او دده د کورنی غړو هستوګنځی او د وزيرانو سره د ملاقات او د دولتی چارو د اداره کولو ځای و چی مساحت يی څلور اعشاريه دوه مربع کيلو متره و٠ د امپراطوری ماڼۍ په جنوب د حکومتی ارګانونو مقر و چی مساحت يی پنځه اعشاريه دوه مربع کيلومتره و٠ د دفاع دپاره د ښار خارجی ديوال څلور اعشاريه دوه متره جګوالی او دولس متره پلنوالی او دولس دروازی درلودی چی په څلورو خواوو کی په جلاجلا توګه دری دری دروازی ليدل کيدی٠ د حکومتی ارګانونو مقر هم د يوه کوچنی ښارګوټی غوندی و او اوه دروازی يی درلودی٠ امپراطوری ماڼۍ شپږ دروازی لرلی٠ د ټول ښار څوارلس واټونه د ختيځ نه لويديځ ته او يوولس واټونه يی د جنوب نه شمال ته غزيدلی او د ښار په منځ کی يو لوی واټ و چی يو سلو پنځوس متره پلنوالی ئی درلود او د نورو واټونو پلنوالی يی د څلويښتو نه تر يو سلو څلور ديرشو مترو پوری و٠ خو له بده مرغه دغه لرغونی ښار بالکل له خاورو سره برابر شو او يوازی د ښاری ديوال يوه برخه کنډواله ئی پاتی ده٠