<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-26 16:46:16    
په أس سپور او ګلان تماشا کوی.

cri

دوولس سوه کاله دمخه د چين تانګ په سلسله کې يو مشهور شاعر چې من جيا نوميده، په غريبه کورنی کې زيږېدلی و، خو له کوچنيتوب څخه يې په زده کړه کې ډېر کوښښ وکړ. مګر له ځوانتوب نه تر پاخه سن پوری له سلطنتی ازموينو څخه ناکام پاتی شو او د نورو له خوا مسخره شو. که څه هم هغه ډېر غريب و او حتی يې د خپلو کورنيو غړو ژوند هم نشوای تامينولی، خو و يې نه غوښتل چې د لوړ پوړيو چارواکيو د چاپلوسی له لارې د ماموريت چوکی لاس ته راوړی، کله چې هغه په درېيم سلطنتی امتحان کې کامياب شو، عمر يې شپږ څلويښتو کالو ته ورسېد. د شلګونو کلونو د کوښښونو له برکته من چياو بالاخره خپله د زړه أرزو سر ته ورسوله او په داسی حال کې چې نوی لباسيې اغوستی او په جګ أس سپور و، د پلازمېنې چانګ ان ښار د ښکلی منظرو سيل يې وکړ او د ډېرې خوشحالۍ له امله يې يو مشهور شعر وليکه. د دې شعر اخری بيت دا دی__د پسرلی د ليمو وږمې کې په غښتلی أس سپور يم، د پلازمېنې ټول ګلان مې په يوه ورځ تماشا کړی. د دې متل يوه بله قصه دا ده چې پخوا يی شل بله پاڼه هلک چې ګوی ليان نوميده، و يې غوښتل چې يوه ښکلی جنی په نکاح کې کړی.