د سين هوااژانس د خبر له مخې: پاکستان د جولای په ٢٦مه نېټه په بريالۍ توګه د هتف اووم په نامه د کروز توغندی توغولو ازموينه تر سره کړه چې د توغولو واټن اووه سوه کيلو مترو ته رسېږي.
پاکستان په ٢٠٠٥ کال کې د لومړي ځل لپاره دغه توغندی ازمويلی چې تر اوسه يې د څلورو ځلو لپاره په بريالۍ توګه توغولی او د توغولو واټن يې له پنځه سوه کيلو مترو څخه اوه سوه کيلو مترو ته رسېدلی دی.