<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-26 19:09:02    
د ډبرين ځنګل رامنځته کونه او ساتنه

cri

 سيلانيان د دغه ډبرين ځنګل د سيل په ترڅ کې نه يوازې له ښکليو او عجيبو منظرو څخه ګټه او خوند اخيستی شی ، بلکې دا فکر هم کوي چې د کارست توپوګرافی څنګه رامنځته او کله پيل شوه ؟ ولی لا تر اوسه هم موجوده ده ؟ په نننې پروګرام کې به تاسو ته د دغو مسئلو په هکله ځوابونه درکړو او د ډبرين ځنګل په اړه کيسه به واورئ.

د ډبرين ځنګل د رامنځته کونې په هکله يوه کيسه مروج ده چې وايي پخوا د سا ني قوم يو اتل چې جينفنژرګا نوميده، وغوښتل چې د سيلاوونو د مخنيوي لپاره د يانځه سيند بند جوړ کړي، نو له أسماني امپراطور څخه يي د غرونو د ليږدولو حکم او متروکه وتښتوله او د شپې په تياره کې يي د يون نان ولايت په جنوب کې ډبرې شمال ته وشړلې. خو هدف ته د شړلو په وخت کې لمر وخوت، د چرګ غږ پورته شو او د اتل عمليات يي پرې شول چې په پايله کې ډبرې هلته پاتې شوې يعنی نننی ډبرين ځنګل رامنځته شو.

په ريښتنې توګه ډبرين ځنګل نژدې درې سوه مليونه کلونه مخکې رامنځته شو چې بهير يي ډېر پيچيلی و. د نړيوالو ميراثونو په اړه کارپوه پروفيسر ليانګ يونګ نينګ په دې نظر دی چې د ډبرين ځنګل د رامنځته کيدو بهير يوې جغرافيايی کيسې ته ورته دی. هغه وويل دوه سوه او اويا مليونه کاله مخکې دلته يو سمندر و او د ځمکني پوستنکې د حرکت له امله د سمندر په تل کې ځمکې پورته شوې چې په

نتيجه کې سمندرونه په ځمکې او دښتونه په غرونو بدل شول ، په لومړيو وختونو کې ډبرې تر اوبو لاندی وې او وروسته د اورغورځونکو غرونو په اور کې د سوځيدو له امله اوسنی ډبرې ليدل کيدې. په اصل کې هر ډبرين ځنګل په مختلفو جيولوژيکيو دورو کې رامنځته شو.

د يون نان په ولايت کې د ډبرين ځنګل منظرې په هکله د ځينو ځمکه پيژندونکو په نظر دغه د يون نان _ ګوي جو لوړې د جګوالي سره سم د کارست ځانګړې بڼه د ځمکني کرې د تکاملي سير د تاريخ څرګندوی دی . د دغه توپوګرافي علمی ارزښت او ښکلا له امله د يو نان ولايت ډبرين ځنګل په ٢٠٠٤ کال کې د م م د يونيسکو سازمان له خوا په لومړيو نړيوالو جيولوژيکيو باغونو کې شامل و او بيا څو ورځې مخکې د نړيوالو طبيعی ميراثونو په ليست کې هم وټاکل شو. چينی او بهرني سيلانيان د ډبرينو منظرو سيل په وخت کې ډېر حيران شول . د بريتانيا سيلانې ميرمن ساری ارچير وويل ډبرين ځنګل ډېر عجيب او خوندور دی چې په بريتانيا کې دا ډول کارست توپوګرافی می زما په وطن کې نه ده ليدلې.

له دې کبله چې ډبرين ځنګل ګام په ګام د نړيوالو لخوا ومنل شو، سيلانيان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هلته ته ځي. په ٢٠٠٦ کال ډبرينو ځنګل ته د تلونکو شمير دوه مليونه او څلور لکه تنو ته ورسيد په بله ژبه هره ورځ شل زره تنه هلته ځي. سيلانيانو ته د غوره خدمتونو برابرولو او د ډبرين ځنګل د ساتنې او ادارې چارې د دې سيمې د چارواکيو لپاره ډېر مهم کار دی. ددې سيمې د اداری څانګې مشر ښاغلي لي جنګ پينګ وويل ډبرين ځنګل يو نړيوال طبيعی ميراث او نړيوال جيولوژيکی باغ دی، نو د دغه ځاي د ساتنې او ادارې کچه بايد له نړيوالې کچې سره سمون ولري. د دغې

کچې معياردا ده چې د انسان کلتور بايد له طبيعت سره همږی شی.

له دوه زره څلورم کال راهيسې يعنی د جيولوژيکي باغ له منل کيدو راپدې خوا په دې سيمه کې د چاپيريال ساتنې په شمول د کارونو تر سره کولو لپاره دوه سوه مليون يوانه پيسې لګول شويدي ، د بېلګې په توګه د شپيتو زرو مربع مترو په پراخوالي سيمه أباده شوې ، يو لک او ديرش زره ونې کينول شوي او د لارښوونې يو سل اتيا نښې درول شويدي چې په چيني ، انګريزي ، فرانسوي ، جاپاني او کوريايي ژبو ليکل شوي وو. دغه راز د چاپيريال ساتنې څانګې په ټاکلی وخت کې د دغې منظرې لرونکي سيمې د هوا او اوبو څارنه کوي چې د هوا کيفيت وساتل شی. هر کال زيات اړوند کارکوونکي د ډبرين ځنګل په شاو خوا اوسيدونکو کليوالو ته د چاپيريال ساتنې په اړه تبليغات ورکوي چې د چاپيريال ساتنې په هکله ددوی ويښتيا لوړه شی.