د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين حکومت به د مشهورو تاريخي او کلتوري ښارونو ساتنې د پياوړتيا لپاره يو قانون وټاکي. د جولای په شپږويشتمه نېټه ټولنې ته د ياد شوی قانون مسودې په هکله د وګړيو نظريو د راغونډولو خبر شوی او ويل شوي چې حکومت د مشهورو تاريخي او کلتوري ښارونو، علاقه داريو او کليو ساتنې ته اړينې پيسی ور کوی او تصدی، حکومتی څانګې، ټولنيزې ډلې او شخصيتونه هڅوی چې د دغو مشهورو ښارونو، علاقه داريو او کليو په ساتنه کې ګډون وکړي.
د يوې شمېرنې له مخې، په ١٩٨٢ کال کې د چين حکومت د مشهورو تاريخي او کلتوري ښارونو د لومړۍ ډلې له منظورۍ وروسته، د روان کال د مارچ تر پايه پوری په چين کې د دولت په کچه د دغه ډول ښارونو شمېر يو سل او اوو ته رسېدلی دی.