<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-27 19:02:40    
يوې شهزادګۍ د نړۍ له بام څخه ليدنه وکړه

cri

 د اپريل مېاشتې په يو سهار د چينګهاي په لويديځ د ګلام په ښار کې تر يو لنډ ځنډ وروسته ک ٩١٧ لمبر اورګاډي چې له لانځو څخه يې د لاسا په لور د تلو تکل درلود د ګلام تم ځاي ته پخپل وخت ورسيد.په تم ځاي کې يو شمېر کسان د خپلو دوستانو سره خدای پاماني ته راغلي وو، د اورګاډي د مسافرو په ډله کې يوه ځانګړې مسافره هم وه چې توره کرتۍ يې اغوستې او د لاسا په تکل روانه وه. په چين کې دا يوه د قدر وړ ميلمنه د تايلند هيواد شهزادګۍ ماها چاکري سيريندهورن وه،چې د اعلحضرت پادشاه بوميبول اديولياديج لور ده.شهزادګۍ سيريندهورن په کال ١٩٥٥ کې د تايلند په پلازمينه بنکاک کې زيږ يدلې،چې له چيني کلتور سره ځانګړې مينه لري،هغه په ځانګړې توګه د چين له پخوانيو کيسو يا ناولونو سره زياته مينه لري،د تانګ او سانګ د امپراطوري سلسلو شعرونه ورته په زړه پورې دي،او زياتره دغه راز هنري اثرونه يې له ځان سره ساتلي او يايې هم ثبت کړيدي،له ١٩٨١ کال راپديخوا نوموړې شهزادګۍ څلورويشت ځله له چيني موسيقي غږونکيو،انځورګرانو او نورو هنري کارونکيو سره ليدنې او کتنې کړې دي،او پدې لار کې يې خپلې حاصلې کړې تجربې د کاغذ پرمخ ليکلي او چاپ کړيدي،او د چين په هکله يې خپل احساسات هم څرګند کړيدي،چې د هغې هره شخصي ليکنه په تايلند کې ډېره مشهوره ده.د ډېر نوي او تازه سفر لپاره شهزادګۍ وغوښتل چې تبت ته د اورګاډي له لارې تګ وټاکي،چې د چينګهاي تبت اورګاډي په وسيلې ترسره کيږي،

سيريندهورن وايي:ما د چينګهاي تبت د اورګاډي پټلۍ په اړه ډېر کتابونه لوستلي،د تلويزيون پروګرامونه مې کتلي او له انترنت څخه مې ګټه اخيستې ده،چې پدې هکله هر څه ما ته ډېر په زړه پور وو،نو ما تصميم ونيو که وکولاي شم د اورګاډي له لارې تبت ته سفر وکړم،چې د الوتکې په پرتله به ډېر ښه وي،ځکه د اورګاډي له لارې مسافرين کولاي شي د خپل سفر پر مهال زياتې منظرې او د سميې خلک وګوري،او زه پوهيدم چې ددغې لارې د اورګاډيو تکنالوژي ډېره پرمختللې ده،نو ما غوښتل چې دا هر څه پخپله له نږدې څخه وګورم.

شهزادګۍ د لارې په اوږدو کې د ريل د سيستم په اړه خپله زياته مينه وښوده،اود خپل سفر پر مهال يې بيلابېلې زياتې پوښتنې کولې،هغې د چينګهاي تبت د اورګاډي پټلۍ د تکنالوژي او پرمختللي سيستم د کارونې په اړوند هم پوښتنې درلودې،او د هغو ستونزو په هکله چې د دې لارې د جوړولو پر مهال موجودې وې،ځکه ددې لارې په اوږدو کې داسې سميې هم شته چې د سمندر له کچې څخه يې لوړوالی ډېر زيات او آن مځکه هم تل کنګل وي،او دغه راز د چاپيرېال ساتنې په هکله يې ځينې پوښتنې درلودې،بل دا چې له تبت څخه د چين نورو سيمو ته د اورګاډي په وسيلې تګ راتګ او آسانتياوې څنګه دي؟ کله چې شهزادګۍ ته وويل شو چې دا لار داسې جوړه شوې چې په ترڅ کې يې سيمه اييزو وحشي څارويو ته کوم زيان نه رسيږي،هغې بيا په موسکا سره پوښتنه وکړه: د تبت غرنۍ بزې له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته په څه ډول کډه کوي؟ نو ځکه يې وخندل چې هماغه مهال اورګاډی له يو پل څخه په تېرېدو وو،چې تر څنګ يې د تبت دغرنيو وحشي بزو لار هم ليدل کيده.کله چې شهزادګۍ د اورګاډي له کړکۍ بهر سيمې کتلې نو تر ټولو د حيرانتيا وړ خبر ورته هوارې دښتې وې چې دې په آسانۍ سره ليدلای شوې،او هماغه مهال يې دخپلې چيني ژبې له ښوونکي سره په ګډه مشهورې چيني سندرې ويلې،د شهزادګۍ د چيني ژبې استاد هانجيکوانګ وايي:شهزادګۍ اوس کولای شي چې زيات شمېر چيني سندرې ووايي او زياتې سندر يې زده کړيدي،د شپې شاوخوا لس نيمې بجې اورګاډی لاسا ته ورسېد،او شهزادګۍ هلته يوه نيمه ورځ تېره کړه،خو په همدې وخت کې يې له ګڼ شمېر ښکليو او دليدو وړ ځايونو څخه ليدنې وکړې،دهغې لمړۍ ليدنه دلهولو له لمدو ځمکو څخه وه چې په چين کې د لمدو ځمکو تر ټولو لويه او لوړه اوسېدونکې سيمه ده،چې په ټوليزه توګه ١٢،٢ کيلو مترو ته رسيږي،د لهولو لمده سيمه د اکيسجن د يوې مهمې زيرمې او دغه راز د لاسا ښار د هوا پاکولو لپاره يو ډېر مهم ځای ګڼل کيږي،شهزادګۍ وويل د لهولو لمدې سيمې د ٢٠٠١ کال په پرتله زيات توپير کړی،ځکه دې په هغه کال کې هم دغې سيمې ته سفر کړی وو،او د لاسا ښار د حکومتي چارواکو ستاينه يې وکړه چې د نوموړې سيمې د ايکولوژی او چاپيريال ساتنې لپاره يې زيات کوښښونه کړيدي،او هغه مهال ډېره خوشحاله شوه کله يې چې د لهولو لمدې سيمې له يو ژور ځای څخه د يوې وحشي خوا غږ تر غوږ شو.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو اورېدونکيو د چينګهاي تبت اوسپنيزه لار چې په دوه زره شپږم ميلادي کال کې د چين د حکومت او خلکو په مرسته بشپړه او په کار ولويده په نړۍ کې تر ټولو اوږده او د سمندر له سطحې څخه لوړه لار ګڼل کيږي،او ددغې لار په جوړيدو سره اوس مهال په سلګونو زره چينايي او بهرني سيلانيان هغې سيمې ته ورځي او د ښکلو منظرو څخه يې خوند اخلي او د سيمې له خلکو سره له نژدې ليدنې کتنې کوي،چې هغوی هم په ورين تندي سيمې ته د ورغلو ميلمنو ښه تود هرکلی کوي،نو پدې سره زموږ د پروګرام وخت هم پاي ته رسيږي د سيريندهورن د سفر پاتې کيسه به په بل پروګرام کې درته وړاندې کړم،تاسو کولای شئ ددغې برخې په هکله خپل سالم نظرونه وړانديزونه او نيوکې زموږ سره شريکې کړئ،موږ تل ستاسو د ليکونو لار څارو.او اوس به ستاسو کوربه زه خوشحال تايب در څخه اجازه واخلم،تر راتلونکې اونۍ او بل پروګرام تر وړاندې کولو مو په پاک او مهربانه خداي سپارم.