<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-27 19:09:14    
د شانګهای ښار(٢)

cri

شانګهای په چين کی تر ټولو لوی اقتصادی ښار ګڼل کيږی ، شانګهای د ورخلاصون د بندری ښار په توګه د ځانګړيتوبونو ، د بيلا بيلو کلتوری روحيو ، د ستروشخصيتونو د يادګاره د ځايونو او د چين د کمونست ګوند د جوړيدو د ځای په توګه په نړۍ کی زيات شهرت لری ، نو له دې امله په ١٩٨٦ کال کی د چين د دولتی شورا لخوا د هيواد د يوه مشهور تاريخی او کلتور ښار په توګه اعلان شوی دی ٠ د ١٨٤٠ کال د ترياکو ( اپين ) جګړی نه وروسته شانګهای مجبورأ غښتليو امپرياليستی هيوادونو ته خپله دروازه خلاصه کړه او په هغه کی امپرياليستی هيوادونو د خپلو صنعتی او تجارتی ګټو لپاره خپلې حوزی جوړې کړی . نو په دی اساس د يوه ورخلاصی بندری ښار په توګه د شانګهای ځانګړيتوبونه او خصوصيتونه هم څرګند شوی دی ، تر اوسه پوری د ښار په هر ځای کی هغه ودانی چی د بيلا بيلو هيوادونو ساختمانی سبکونه لری ، ليدل کيږی او د مختلفو هيوادونو د ودانيو د موزيم شهرت يی ترلاسه کړی دی ٠

شانګهای داسی يو ښار هم دی چی اوسيدونکی يی د هيواد له بيلا بيلو سيمو او نورو هيوادونو څخه ورغلي دی . نو له دی امله د بيلا بيلو ثقافتونو د ګډ موجوديت له امله اوسيدونکی ازادی مفکوری اود نوی والی روحيه لری . شانګهای د ورخلاصی ښار په توګه يو زيات شمير مشهور سياستمداران ، صنعتګران او په علمی او کلتوری ساحه کی ستر پوهان منلی دی ، نو په دی ښار کی د نامتو او سترو شخصيتونو زيات پخوانی هستوګنځی اود هغوی د فعاليتونو ځايونه موجود دي چی دا هم د شانګهای يو ځانګړيتوب دی . لکه د چين د ديموکراتيک انقلاب د سلف په توګه د فقيد سون يی سيان پخوانی هستوګنځی ، د چين د معاصری زمانی د فقيد ستر اديب او ژباړن نو سيون پخوانی هستوګنځی ، د چين د ولسی جمهوريت د فقيدی مرستيالی سونګ چينګ لينګ پخوانی هستوګنځی ، د چين د فقيد صدراعظم جونلای د اوسيدو او کار کور او داسی نور تاريخی ځايونه ټول ښه ساتل شوی دی . دغه راز د ١٩٢١ کال د جولای په مياشت کی د چين د کمونست ګوند د لومړی دوری ملی کانګرس په شانګهای کی جوړ شو او په هغه کی د چين د کمونست ګوند د جوړيدو اعلان وشو .