سږ کال د چين او هسپانيا ترمنځ د کلتوري تبادلې کال دی. اوس په بېجينګ کې د نندارو په ګډون بېلا بېل کلتوري فعاليتونه روان دي. په دغه لرغوني ښار کې تر ډېره هسپانيايي چاپيريال احساسيږي.
همدااوس مو د هاسپانيا فلمېنکو ننداره واورېده. فلمېنکو د هسپانيا ځانکړی هنري بڼه ده چې د نڅاوو، سندرو او موسيقي الاتو له لارې ښودل کېږي.اوس وخت د هر کس د فلمېنکو په نامه هنري فستيوال په بېجينګ کې تر سره کېږي. د بېجينګ وګړيو ته د فلمېنکو د ورپېژندلو لپاره د نندارو، لکچرونو ، د ګيتار او د ماشومانو نڅاوود زده کړې په ګډون يو لړ فعاليتونه روان دي. د هسپانيا يو مشهور ګيتارغږونکی کراردو نونيز وويل
د دغه فستيوال په ترڅ کې مو د بېجينګ په سروانتيس ښوونځی کې د نڅاکوونکو او ګيتارغږونکو ته بېلا بېلې وړيا روزنې برابرې کړي. زه خوشاله يم چې ډېر چينايان له فلمېنکو سره علاقه لري.
پر دغه فستيوال سر بېره،د هغو ممتازوتصويرونو نندارتون چې د هسپانيا د پرادو دولتی موزيم له خوا د چين په هنري موزيم کې جوړ شوی او د نامتو اروپائی نقاشانو تيتيان او ګويا اثار پکې ايښودل شويدی،زيات شمېر چيني نندارچيان راجلبوی. د هسپانيا حکومت دغه نندارتون ته په درنه سترګه ګوري. د دغه هېواد پاچا جوان کارلوس دوه ځله د چين له هنري موزيم څخه ليدنه کړې او د دغه نندارتون په
پرانيستونکو مراسمو کې يې ګډون
کړی دی.د هسپانيا د پرادو موزيم مشر ميراندا وويل
نن هسپانيا، په تېره بيا د پرادو موزيم ډېر وياړي چې داسی ښه اثار د چين په هنري موزيم کې ايښودل شويدی. غوره شوی پنځوس اثار زموږ په موزيم کې د ساتل شويو أثارو استازيتوب کوي. د لوېديځ هنري تاريخ له دغه نندارتون څخه څرګندېږي. نو دغه نندراتون چيني نندارچيانو ته د تاريخ د زده کړې يو ښه فرصت برابر کړی دی.
د دغه نندارتون د تبليغ لپاره څو زره اعلانونه د بېجينګ په بسونو، تر ځمکې لاندې اورګاډو، بېلا بېلو سيمو او پوهنتونونو کې نصب شويدی. د چين په هنري موزيم کې اړوند لکچرونه او روزنې هم تر سره شوي. د دغه موزيم مشر ښاغلی فان دي أن وويل
نن په چين کې وګړي کولای شی چې د دغه نندارتون له لارې اروپايي کلاسيک هنر وپېژني. په چين کې دغه شان فرصتونه ډېر دي. چې دغه نندراتون د پخوانيو نندارتونونو په پرتله د اروپايي کلاسيک هنر په اړه تر ټولو ښه فضا لري.
ده زياته کړه چيني وګړي تل د هسپانيا له کلتور سره ډېره مينه لري او د دغه نندارتون له لارې د هسپانيايی کلتور په هکله د چيني وګړيو معلومات لا لارې زيات پياوړی شوی دی.
د چين په دولتی موزيم کې د انتوني ګاودي نړۍ په نامه د هسپانيا داوسختمان او طرحې نندارتون تر روان دی. اتوني ګاودي په هسپانيا کې د تخنيک يو مشهور معمارو
اوه لس اثار يې د هسپانيا د ملي کلتوري او تاريخي اثارو په توګه ټاکل شوی او دری اثار يې د م م له خوا د نړۍ د کلتوري ميراثونو په توګه منل شوي دي.
د چين او هسپانيا ترمنځ د کلتوري تبادلې په اړه يو لړ فعاليتونه به د روان کال تر پايه
پوري دوام ولري. پر پلازمينې بېجينګ سربېره د شانګهای او ګوانګ دونګ په ګډون په نورو ولايتونو او سيمو کې به هم دا راز فعاليتونه تر سره شي چې له امله به يې د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ پوهاوی او دوستی پياوړې شي.