<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-30 09:28:38    
طالبانو اووم ځل د کوريايی يرغملانو د وژنې موده وټاکله.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د وسله والو طالبانو وياند قاری يوسف احمدی د جولای په نهه ويشتمه نېټه وويل د يرغملانو په اړه خبرو اترو کې د افغانستان حکومت او کوريا جمهوريت له خوا د صداقت نه شتوالي له امله دوی پرېکړه وکړه چې که د دېرشمې نېټې تر دوولسو بجو پوری د افغانستان حکومت د دوی له خوا وړاندی شوي شرطونه پوره نه کړي، نو دوی به بيا ځيني يرغملان ووژني.

د خبر له مخې په اړوندو خبرو اترو کې په همدې ورځ کوم پرمختګ و نه شو. له دې مخکې قاری يوسف احمدی يو ځل بيا دغه خبره تکرار کړه چې که د افغانستان حکومت بندي شوي طالبان خوشي نه کړي، نو خبرې اترې به ناکامې شي.