د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريانو په ترڅ کې د لوبغاليو جوړولو چارې ډېره پاملرنه راجلبوی. د بېجينګ اولمپيک لوبو تشکيلاتی کمېټې وويل اوس د اولمپيک لوبو د لوبغاليو جوړونه په عادی توګه روانه ده او د ډېرو سټيديومونو عمومی جوړښت تر سره شوی دي.
څو ورځې دمخه د اولمپيک لوبو د پروژو يو مسئول او عمومی انجنير وو جينګ جون د بېجينګ د تشکيلاتی کمېټې په يوه مطبوغاتی غونډه کې خبريالانو ته وويل وروسته له هغه چې په تير اپريل کې د لامبو وهلو، د اوږد واټن ځغاستې او بايسکل ځغلولو په شمول سياليو او په ښاري سيمه کې د باسيکل ځغلولو سيالۍ د دوو لنډمهالو لوبغاليو د جوړولو پروژې پيل شوې ، اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره د ټولو يودېرش لوبغاليو او پنځه اړوندو تاسيساتو د جوړونې ټول کارونه پيل شوی او د روزنې په پنځه څلويښت لوبغاليو کې دری څلويښت پروژې هم پيل شوي دي.
ښاغلي وو جينګ جون وويل په دغو يودېرش لوبغاليو کې د دوولس نويو سټيديومونو جوړونه د جنراتورونو درولو او تزيين پړاو ته رسيدلې ده. د نښې ويشتلو سټيديوم، د باسيکل ځغلولو لوبغالی او د بيړيو چلولو د سياليو جهيل دری پروژې به ژر بشپړې شی. په فن تای سيمه کې د سوفټبال لوبغالی تېر کال په کار لوېدلې او له هغو يوولسو لوبغاليو څخه دی چې يا به ترميم او يا هم پراخ شی او په نورو لسو لوبغاليو کې د اړينو ليکو او مزو غځولو کارونه روان دي . د ښاغلي وو په وينا، د ډېرو سټيديومونو جوړول به د روان کال تر پايه پوری بشپړ شي.
ښاغلي وو جينګ جون زياته کړه چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د لوبغاليو جوړولو په بهير کې بيجينګ تل د اولمپيک نوې نظريې مراعاتوي. اوس د اولمپيک پروژو د عمومی طرحې، د اوبو سپمولو او د نوی انرژۍ استعمال په برخو کې مرحله ايز برياليتوبونه تر لاسه شوی دي. د بېلګې په توګه د پروژو د فولادي جوړښت په برخه کې علمی ابتکارونه په عمومی توګه په نړۍ کې لومړی کچې ته رسيدلي دي . د اولمپيک د زياتو سټيديومونو فولادي جوړښت ډېر پيچلی دی او په چين کې د اړوندو معيارونو نشتوالۍ يې پوره کړی دی.
له اولمپيک لوبو وروسته، د لوبغاليو استعمال هم د تشيکلاتی کمېټې د ډېرې پاملرنې وړ دی . د سټيديومونو د بيا کارونې لپاره، تشکيلاتي کمېټې يو لړ پلانونه ټاکلی دی. ښاغلي وو جينګ جون وويل بېجينګ به له اولمپيک لوبو وروسته بېلا بېل لوبغالي تر زياتې اندازې پورې استعمال کړي . د ساري په توګه، په پوهنتونونو کې جوړ شوي سټيديومونه به د زده کوونکيو او ځوانانو لپاره سپورتی مرکزونه وګرځي او ځيني ستيديومونه به د لويو سوداګريزو مسابقو او نندارو لپاره وکارول شی..