<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-30 19:00:07    
د چين د داور قوم د ترکاڼۍ تکنولوژۍ او مهارت ځای ناستی ګوه سوفوتای

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدنکو، السلام عليکم ! د داور قوم د چين يو لرغونی ملی لږکۍ ده او نسل په نسل د هېواد په شمال ختيځ د هی لونګ جيانګ په ولايت کی اوسيږی٠ خو د اتلسمې پيړۍ په پای کی د دغه قوم يو شمير هېوادوال د چين د ( چينګ ) سلسلې د حکومت په امر د شمال لويديځو سرحداتو د ساتلو او أبادولو لپاره له خپل پلرني ټاټوبی څخه د شينجيانګ د چوچاک سيمې ته کډه شول او هلته په دايمی توګه پاتی شول٠ د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د شينجيانګ د داور قوم د ترکاڼۍ تکنولوژۍ او مهارت ځای ناستی ( ګوه سوفوتای ) دروپيژنو٠

ګوه سوفوتای شپږشپيته کلن دی او د چوچاک ښار په ايمل علاقه دارۍ کی اوسيږی، د داور قوم دغه سپين ږيری يو افسانوی سړی دی، که څه هم هغه هيڅ مسلکی روزنه نه ده کړې، خو د خپل قوم د ځانګړی ترکاڼۍ مهارت لری چې دغه مهارت د ورکيدو له خطر سره مخامخ دی٠ هغه يو ٌ قيمتی شی ٌ لری چې د څو لسيزو لپاره يې ساتلی دی٠ دا د لرګيو يو مصنوعات دی چې د يوې ټوټې لرګۍ په حکاکۍ سره جوړ شوی او له دوو تختو څخه عبارت دی٠ دغې دوه تختې په أزاده توګه سر په سر يا په طبقو سره يو ځای کيدای شی٠

دغې دوه تختې په بېلا بېلو تنظيماتو سره د کتاب لوستلو لپاره د کتاب کيښودلو د قفسې، د کښيناستلو لپاره د کټګی او د خوب لپاره د بالښت د رول لوبولای شی٠ سپين ږيری ګوه سوفوتای تل دغه شی له ځان سره ساتی٠ ده وويل :

( غږ ) ٌ زما نيکه ترکاڼ و، د دوبی په ورځو کی به هغه پر دغه کټګی باندی کښيناست او د شپې لخوا به يې د ډيوې په رڼا کی دغه کټګی خوراوه او يو کتاب به يې ورباندی ايښود او لوست به يې ٠ ٌ

د لرګيو يو وړوکی کټکی د دريو نسلونو لخوا استعمال شوی، خو لا هم په اصلی ښه حال کی دی، نو له امله يې د داور قوم د ترکاڼانو غوره مهارت د خلکو لپاره د حيرانتيا وړ دی٠ پخوا د چين د داور قوم خلکو د کور جوړولو په وخت کی پر دروازو او کړکيو باندی د ډول ډول تصويرونو حکاکی کوله، دغه دود لا تر اوسه هم ساتل کيږی ٠ سپين ږيری ګوه سوفوتای هم د خپل کور پر دروازو او کړکيو باندی د مرغانو، ژويو، ګلانو، انسانانو ، ونو او غرونو د تصويرونو حکاکی کړېده٠ د ده په کور کی زيات سامانونه هم د دغه سپين ږيری لخوا جوړ شوي دي٠ د داور قوم لرغونی کلتور د دغه سپين ږيری په زړه کی ژور ريښه غزولې ده ٠ هغه د خپل قوم د لرګينو سامانونو د يادولو په وخت کی يوه داسی کيسه وويله:

( غږ ) ٌ پخوا زمونږ په سيمه کې حلبی شيان نه وو او خلکو به د لرګينو کاسو په وسيله خوراکونه پخول ، مالدارانو به په څړځايونو کی د پسونو د څرولو په وخت کی غرمه يو څه ډوډۍ خوړله او د لرګيو په کاسو کې به يې د مېږې شيدې لوشلې او بيا به يې شيدو ته څو سوځيدونکی ډبرې اچولې چې له دی لارې يې شيدې جوش کړې او وروسته به يې څښلې٠ ٌ

د ګوه سوفوتای په کور کی د لرګيو زيات هغه سامانونه ساتل کيږی چې زيات کلونه مخکې د هغه لخوا پخپله جوړ شوي٠ دده ميرمن ( ده فوهوا ) يوه هغه زانګو راوړه چې څه دپاسه څلويښت کلونه مخکې د دې د خاوند لخوا جوړه شوې وه٠ دغه زانګو د يوې بيړۍ په شان ده او په نيمه مايله توګه د کور تر ګاډر لاندی ځوړنديدای شی، تر زانګو لاندی د ژويو زيات هډوکي ځوړند دی او يوه اوږده رسۍ هم ورسره تړل شوې٠ کله چې مور لاسی کار کوی، دغه رسۍ پر خپلې يوې پښې تړی ، که پښه يې لږ څه وښورېږی، زانګو به هم وښوريږی او لاندينی هډوکي به پر يو بل باندی په لګيدو سره خوندور اواز وکړی٠ ميرمن ( ده فو هوا ) وويل :

( غږ ) ٌ کله چې ماشوم خوب کوی، دغه زانګو د کور تر ګادر لاندی ځوړنديږی او ورباندی پرده اچول کيږی، نو مچان او مياشې هم نشی ورننوتلای٠ دغه رسۍ د غوايی له پوستکو څخه جوړه شوې ده ٠ ٌ

سپين ږيری ګوه سوفوتای خپل ټول توليدات د اولادونو په توګه ګڼی او ورسره ډيره مينه لری٠ دغه راز د شينجيانګ د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونه هم د داور قوم او نورو ملی لږکيو د کلتورونو د استخراجولو، تنظيمولو او ژغورلو لپاره تر وسی پوری کوششونه کوی٠ د شينجيانګ د چوچاک سيمې د ښاروالۍ د تبليغاتو څانګې مرستيال لی جين يو وويل :

( غږ ) ٌ سپين ږيری ګوه سوفوتای زمونږ د چوچاک ښار د لاسی صنعت مشهور ولسی هنرمند دی ٠ د ترکاڼۍ په برخه کی د ده ځانګړی مهارت چې سيال نه لری، له اسلافو څخه راپاتی شوی ، څو سوه کلن تاريخ لری او د بېلا بېلو قومونو د خلکو لخوا ستايل کيږی٠ له دی څخه څرګنديږی چې دغه مهارت ژوندی قوت لری٠ سيمه ايز حکومت به د سپين ږيری ګوه سوفوتای د ځانګړی مهارت په شمول د دوديزو کلتورونو ژغورنه، تنظيم او استخراج پياوړی کړی٠ باور لرو چې دغه کلتورونه به نسل په نسل دوام ولری٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د داور قوم د ترکاڼۍ تکنولوژۍ او مهارت د ځای ناستی ګوه سوفوتای په هکله يو راپور واوريد٠ ستاسی له اوريدنې څخه مننه کوو، سوکاله اوسئ!