<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-30 19:27:00    
په بيجينګ کې د منظره لرونکې سيمې لړ__د بيجينګ د تيان ان من ډګر

cri

د تيان ان من ډګر اوس په نړۍ کې تر ټولو لوی مرکزی ښاری ډګر دی چې د چين د پلازمينې بيجينګ ښار په مرکز کې پروت دی. د دغه ډګر بڼه اوږدوزمه ده چې له جنوب څخه تر شمال پوری اته سوه او اتيا متره اوږدوالی او له ختيځ څخه تر لويديځ پوری پنځه سوه متره پلنوالی لري او عمده پراخوالی يې څلور لکه او څلويښت زره مربع مترو ته رسېږي چې يو مليون تنه پکې ځاييدای شی.

د مينګ او چينګ په امپراتوری لړيو کې دغه ډګر دومره لويه نه وه او د ولسي جمهوريت له جوړيدو وروسته د ډګر په دواړو خواوو کې ودانۍ ليری شوې چې له امله يي اوسنې بڼه رامنځته شوه.

د ډګر په شاوخوا کې زياتې مشهورې ودانۍ ولاړې دي. د خلکو لوی تالار د تيان ان من ډګر په لويديځ کې پروت دی چې دلته د چين د ملی ولسی کانګرس د غونډو جوړيدو ځای دی. د خلکو لوی تالار په ١٩٥٩ کال کې جوړ شوی او لوړتيا يې شپږ څلويښت اعشاريه پنځه مترو ته رسېږي چې د ډګر په شاوخوا کې تر ټولو لوړه ودانی ده. لوی تالار په دريو برخو جوړېږي چې په جنوب کې د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې دفترونه، په منځې برخه کې داسی لوی تالار دی چې لس زره تنه پکي ځاپيږي او په شمال کې د دولتي ميلمستيا لوی سالون دی. دغه ودانی له ډيزان څخه يوازې لس مياشتې وروسته بشپړه شوې چې د چين د ساختمانی چارو په تاريخ کې ډېر کم ليدل کېږي.

د ډګر په شمال کې د تيان ان من برج دی چې پنځه سوه کاله مخکې د مينګ په

امپراتوری لړۍ کې جوړ شو او په هغه وخت کې د چنګ تيان من په توګه ونومول شو

چې د خدای حکم د منلو مانا لری . په پيل کې دغه ودانی کوچنې وه او د مينګ امپراتوری لړۍ په پای کې ويجاړه شوې وه . د چينګ په امپراتوری لړی کې دغه ودانی يو ځل بيا جوړه شوی چې اوسنی پيمانه ساتل شوې او نوم يې د تيان ان من په نامه نومول شوی دی چې د خداې حکم له مخې د هېواد أرامۍ د ساتلو معنی لری.

تيان ان من د نوي چين يوه نښه ده چې فقيد رييس ماو په ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړې نېټه نړيوالو ته د ولسي جمهوريت د جوړيدو او د چينايانو د پاڅيدواعلان وکړ.

د تيان ان من ډګر په ختيځ کې د چين د تاريخی او انقلابی موزيومونه ولاړ دی چې په ١٩٥٩ کال کې جوړ شوي او په کې د چين په لرغونې او اوسنې زمانه کې تاريخی اثار ايښودل شويدي.

د ډګر په مرکز کې د چين د لومړې څلې په نامه د ولسي اتلانو د يادونې څلی ولاړ دی چې د نوی چين د جوړولو په جګړو کې د شهيدانو د يادونې لپاره جوړ شوی دی. د دغه څلي لوړتيا ٣٧ اعشاريه ٩٤ متره دی چې پر دوه پوړيز بنسټ باندی جوړ شوی چې د سپينو ډبرو له خوا قالب شوی برجسته حجاري ليدل کيږي چې په تيرو نژدې سل کلونو کې د چين د تاريخ څرګندوی دی . د څلي په جنوب کې د فقيد ولسمشر ماو د يادځای دی چې د ده مړي په أرامه توګه په تابوت کې اښودل شوی او خلک کولی شی چې د ده مړي ته د تعظيم او درناوی مراتب څرګند کړي.

د تيان ان من ډګر د چين د تاريخ ، د ولسي جمهوريت د جوړيدو او په اوسنې زمانه کې د خلکو د نيکمرغۍ ژوند يو شاهد دی. اوس دغه لوی ډګر د چين د لومړې منظره لرونکې ځای په نامه ګڼل کېږي او هره ورځ زيات شمېر چينی او بهرني سيلانيان دلته راځي چې د چين د ملي بيرغ د پورته کولو په مراسمو کې حاضر وي .