<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-30 19:32:41    
د چينهای او تبت ترمنځ د اورګاډۍ لارې د کارولو له امله د تبت اقتصاد پرمختګ کړی دی

cri

 د ٢٠٠٦ کال د جولای په لومړی ورځ د چينهای او تبت ترمنځ د اورګاډۍ لارې د کارولو له امله په تبت کې اقتصادی بدلونونه رامنځته شوي دي.د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغو بدلونونو په باب معلومات وړاندی کړو.

همداوس مو د سندر غاړی با سان سندره واوريده چې د چينهای او تبت ترمنځ د اورګاډۍ لارې د کارولوپه مناسب جوړه شوې ده.د تبت د خپلواکې سيمې مرستيال ني ما چي ژون وويل  د دغې لارې د کارولو له يو کال راهيسی د لارې حالت يې ښه دی، نو د تبتيانو په استازيتوب مې په تبت کې د اورګاډۍ لارې د نشتوالی تاريخ د پای ته رسولو له امله له مرکزی حکومت څخه مننه څرګنده کړه.د دغې لارې له کارولو سره په تبت کې د خلکو په توليدی چارو او ژوند کې بدلونونه رامنځته شوي دي.

د چينهای او تبت ترمنځ د اورګاډي لارې په تبت کې د مالدرانو او بزګرانو لپاره د نېکمرغۍ د تر لاسه کولو يو پول جوړ کړی دی.اوس د دغې لارې په اږدو کې زياتې مغازې او راستورانتونه جوړ شوي چې له امله يې د خلکو عايدات د پخوا په پرتله زيات شوي دي.

د دغې لارې د کارونې له امله خلکو ته د کاری فرصتونو برابرولو ترڅنګ په دغه سيمه کې د مالونو ليږلوراليږلو په اړه ترانسپورت پرمختګ کړی دی.د روان کال په جولای کې د بينګ چوان په نامه شرکت د څښاک پاکه اوبه د دغې لارې په کارولو سره کورنيو او بهرنيو سيمو ته ليږلی دي.د دغه شرکت عمومی مديرې جيانګ شيو هونګ وويل

 د اورګاډي لارې کارونه زمونږ شرکت د پاکو اوبو د توليدولو يو مهم لامل دی. د دغې لارې أبادی زمونږ د فابريکې له جوړولو مخکی پيل شوې ده.د دغو معلوماتلو له تر لاسه کولو وروسته مونږ دغه فابريکه جوړه کړه. د اورګاډۍ د دغې لارې د کارولو له يو کال راهيسی زمونږ د توليداتو پلورنه په ښه حال کی ده.

پخوا په تبت کې د ترانسپورتی تاسيساتو د کمښت له امله د دغې سيمې اقتصاد لږ څه پرمختګ کړی، خو د دغې لارې له أبادۍ وروسته د مالونو ليږدولو لګښتونه کم شوی او د تبت د سيالۍ توان لوړ شوی دی.

د تبت په شمال د نا چو سيمه څلو لکه نفوس لري او د تبت د ختيځو او لويديځو سيمو ترمنځ يو پول ګڼل کيږي. په دغه سيمه کې ددغې لارې اوږدوالی پنځه سوه کيلو متره دی. په نا چو کې د دغې لارې مسئول تان يوان شاو وويل د دغې لارې د کارونې له امله به نا چو سيمه به په تبت کې د مالونو ليږدولو په برخه کې لومړی مرکز وګرځي.

د دغې لارې له کارونې وروسته زمونږ د سيمې اقتصاد په څرګنده توګه پرمختګ کړی دی.مونږ غواړو چې د مالونو ليږدولو عصری چارې وکاروو او د ناچو د اورګاډۍ لارې ته په نژدی سيمه کې د پنځه سوه او دری دېرش هکتاره په مساحت د مالونو ليږدولو د يو مرکزجوړولو لپاره يو مليارډ او پنځه سوه مليون يوانه ولګوو.دغه مرکز به د ٢٠٠٨ کال د اکتوبر په لومړی ورځ وکارول شي چې له امله به يې زمونږ سيمې ته لازيات پرمختيايی فرصتونه برابر شی.

د دغې لارې د کارولو له امله په تبت کې د سيلانۍ چارو هم چټک پرمختک کړی دی.د دغې سيمې د سيلانۍ ادارې د يوې شمېرنې له مخې د روان کال له جنوری څخه تر می پوری په تبت کې د سيلانيانو شمېر او د سيلانۍ عايدات په جلا جلا توګه د تېر کال په پرتله په سلو کې دېرش زيات شوی دی.

د تبت داقتصادی پرمختګ ترڅنګ د چين حکومت د دغې سيمې د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنې ته هم په درنه سترګه ګوري.د دغې سيمې د چاپيريال ساتنې ادارې مشر جانګ يونګ ځه وويل د تبت حکومت د دغې لارې د کارونې له امله د ممکنو مسئلو د حل لپاره تدبيرونه نيولی دي.تر ٢٠١٠ کاله پوری به د چين حکومت د زياتو لويو پلانونو د پلی کولو او د خلکو د توليد او ژوند د ښه والی لپاره اويا مليارډ يوانه ولګوي.مونږ باور لرو چې تبت به ښه راتلونکی ولري.