<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-31 16:46:57    
د جغرافيايی نښو ساتنه د چين د کرنې د پرمختګ لامل دی

cri

جغرافيايی نښه د توليداتو په پلورلو کې ځانګړي ارزښت لری او هم د توليداتو د کيفيت او حيثيت څرګندويه ده . لنډه دا چې جغرافيايي نښه د يو ډول توليد د جوړونکي ځاي نامه سره تړاو لري او په خپلو ځانګړتياوو سره په بازاري سيالی کې دجذب ځواک لری . په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د جغرافيانو نښو ساتلو ته ډير ارزښت ورکړی دی چې په پايله کې يي کرنې هم ډيره پرمختيا موندلې ده.

کله چې لاسي ساعت ياديږي،نو هرو مرو به د سويس نوم ور سره مل وي. د سويس لاسي ساعت د ښې بڼې او کيفيت له امله مشهور شوی دی،سربيره پردی د تايلنډ وريجی او د جاميکا د قهوې دانې په نړۍ کې دوه مشهورې جغرافيايی نښې دي.

په چين کې زياتې دغه شان جغرافيايی نښې کارول کيږي. د بېلګې په توګه د کورله ناک چې د شيجيانګ په کورله سيمه کې توليديږي، د زياتو هېوادوالو له خوا پېژندل شوي دي. په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د دغو نښو ساتنې ته په درنه سترګه کتلی او تصديو هم دغو نښو ته اهميت ور کړی دی.د معلوماتو له مخې د روان کال د می تر پايه پوری د چين اړوندو څانګو د دغو نښو ٧٠٠ غوښتنليکونه منلی چې زياتره يی له کرهڼيزو توليداتو سره تړاو لري.

د چين د شينجيانګ د خپلواکی سيمې د کورله په نامه ناک په چين کې لومړی دغه شان جغرفيايی نښه لري.د دغې سيمې د ناکو ټولنې سرمنشی ګوو چيو ځی خبريال ته وويل چې د کورله ناک د سوداګريزې نښې ثبتولو له امله ددغو ناکود توليدپاره

د سيمه ايزو بزګرانو لېوالتيا اوج ته رسېدلې ده .هغه وويل پخوا بزګرانو انديښنه درلوده چې د دغه ډول ناکو د نيالونو ايښودلو مساحت د زياتيدو له امله به د ناکو بيه ټيټه شی او عايدات به يې کم شي. خو په تيرو دريو کلونو کې له دې امله چې د روزل شويو ناکونو کيفيت ښه او د پلورلو اندازه يي زياته شوېده ، عايدات يي هم زيات شوي او په پايله کې د دغه ډول ناکو په کرکيله کې د بزګرانو ليوالتيا نوره هم لوړه شوېده.

د معلوماتو له مخې اوس دغه ډول ناک ډېر شهرت لري چې هم يې اخيستونکي او هم يې بيه زياتيږي.اوس د دغه ډول ناک بيه د معمولي ناکو په پرتله پنځه يا اووه يوانه زياتيږي چې له مخې يې بزګرانو ته زياته ګټه رسيږي.

د دغو جغرافيايی نښو د ثبتولو له امله د توليداتو صادرات هم زياتيږي، ښاغلی ګوو وويل چې پخوا له بهرنيو سوداګرانو سره خبری اتری له زياتو ستونزو سره مخامخ وې، ځکه چې دوی د دغو توليداتو په کيفيت پوره باور نه درلود،خو اوس دغه حالت بدل شوی دی. د بېلګې په توګه تېر کال له پيرو او ارجنټاين سره د خبرو اترو په ترڅ کې له دی امله چې دغه ډول ناک په چين کې د جغرافيايی نښې په توګه ثبت شوی دی، نو نوموړو دوو هېوادونو ژر د دغه ډول ناکو پيرودلو په اړه تړونونه لاسليک کړل.

د تېرې مياشتې په پای کې د جغرافيايی نښو په نړيواله غونډه کې د چين د صدراعظم مرستيالې وو ايی وويل په چين کې د دغو نښو د کارولو له امله د کرهڼيزو توليداتو ارزښت اود بزګرانو عايدات زيات شوي چې له مخې يې د چين کليوالو سيمو چټک پرمختګ کړی دی.