<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-31 17:58:38    
د فوټبال له ښځينه نړيوالې اتلولۍ مخکې د چين د لوبډلې روحی وضعه ښه ده

cri

په راتلونکی سپتمبر کې به د فوټبال د پنځمې دورې نړيواله ښځينه اتلولی په چين کې تر سره شي. دا به د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ له اولمپيک لوبو مخکې، په چين کې ډېره لويه نړيواله سيالی وي. د چين د فوټبال ښځينه لوبډله د کوربه هېواد لوبډلې په توګه، د چينايانو درنې هيلې پر غاړه لري. څو ورځې دمخه د نيکمرغه بېجينګ په نامه د چين، ايټاليا، مکسيکو او تايلند څلورو هېوادونو ښځينه لوبډلو تر منځ په سيالی کې، چينی لوبډلې طلايی مډال تر لاسه کړ او خپل ښه مهارت يې څرګند کړ.

د څلورو هېوادونو تر منځ د ښځينه لوبډلو نوموړی سيالی د چين په شمالي ښارونو چن هوانګ داو او شن يانګ کې تر سره شوه. له سيالې وروسته، د مکسيکو لوبډلې مشر ګونزاليز کناليس وويل

د چينی لوبډلې وتلی ځانګړيتوب د دوی ټينګ هوډ او متمرکزه پاملرنه ده . باور لرم چې دغه لوبډله به نور ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي.

دا يو واقعيت دی چې په دغه سيالۍ کې د چين د ښځينه لوبډلې روحی وضعه د خوښۍ وړ وه. دوی نه يوازی خپلو ځانګړتياوو ته دوام ور کړ، بلکی د لوبې داسی نوی تکتيکونه يې استعمال کړي چې بريد او اغېزمانتيا ته پکې ډېر اهميت ور کول کېږي. دغه نوی تاکتيکونه د لوبډلې د عمومی روزونکې ماريکه دومانسکي له لارښوونو سره نژدی اړيکی لري.

دومانسکي له سويدن څخه راغلې او د روان کال په اپريل کې يې د چين د فوټبال ښځينه لوبډلې د عمومی روزونکې دنده پر غاړه واخيسته. د دې دنده دا ده چې په راتلونکی سپتمبر کې د فوټبال په نړيواله ښځينه اتلولۍ کې د چينی لوبډلې په مشری ښه برياليتوب تر لاسه کړي. په تېرو دريو مياشتو کې د نوموړې په کوششونو سره چينی لوبډله يوه داسی لوبډله ګرځېدلې چې جدی انضباط او ګړندی سرعت لري. دومانسکي د خپلو لارښوونو په اړه پوره باور لري. هغې وويل

اوس موږ د نړيوالې اتلولۍ لپاره تياريانی نيسو. موږ ګورو چې يو لړ تاکتيکونه مو موندلی دي چې بريد نور چټک او دفاع نوره ټينګه شي. د لوبډلې په اړه زما احساسات ښه دي.

د چينی لوبډلې لوبغاړو هم په خپل توان کې بدلون احساس کړی. بي يان د دغې لوبډلې په منځنی ډګر کې مرکزي لوبغاړی ده چې د روزونکې دومانسکي له بريدکوونکی نظريې سره موافقه ده. د مکسيکو له لوبډلې سره په پايلوبه کې د چين لوبډله مخکې شوه او دروازه ساتونکې غوښتل چې وخت صنايع کړی او دغه نتيجه د سيالې پايلې ته وساتي. خو دومانسکي سمدلاسه د بريد کولو سپارښتنه وکړه. بي يان وويل دومانسکي د وځت له صنايع کولو سره موافقه نه لري. په دې وخت کې دا د سرعت او بيړې غوښتنه کوی.

د ښځينه لوبډلې يو بل بدلون دا دی چې د لوبډلې دننه فضا د پخوا په پرتله ډېره د خوښی وړ او همغږی شوې ده. دومانسکي لوبغاړې هڅوي چې د روزنې او سيالی په ترڅ کې د فوټبال لوبې خوشحالی احساس کړي، خو د برياليتوب د تر لاسه کولو فشارونو ته پاملرنه و نه کړي. نو د دې د لارښوونې په رڼا کې د لوبغاړو پر مخونو خندا زياته شوې او د لوبغاړو تر منځ يووالی پياوړی شوی دی.

د څلورو هېوادونو تر منځ د ښځينه لوبډلو په سياليو کې د طلايی مډال په تر لاسه کولو سره، د چينی لوبډلې باور نور پياوړی شوی. لوبغاړې هان دوان وويل

د دغې سيالۍ له لارې په نړيواله اتلولۍ کې موږ د برياليتوب لپاره کلک بنسټ ايښودلی دی. د هرې لوبډلې په وړاندی زموږ باور پياوړی شوی دی.

د فوټبال نړيواله ښځينه اتلولي په نړۍ کې تر ټولو د لوړې کچې سيالی ده. په دغه سيالی کې د چينی لوبډلې ډېر ښه برياليتوب دا و چې په ١٩٩٩ کال کې يې دوهم ځای ونيو او له دې وروسته يې سويه د ټيټېدو په حال کې وه. په سږنی سيالی کې د دوی موخه دا ده چې لومړنيو څلورو غښتلو لوبډلو ته ځان ورسوي. موږ د دوی برياليتوب ته سترګې په لار يو.