<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-31 17:45:15    
د چين هنرمند چن چين

cri

د چين د ښاري کيدو بهير د پرمختګ سره سم، يو شمير دوديز هنرونه ګام په ګام د خلکو له ياده وځي.د ډول وهلو په څنګ کې د سندرې ويلو هنری بڼه د چين د جيانګ شي ولايت په وو نينګ ولسوالۍ کې يو دود دی چې تاريخ يې دوه سوه کلونو ته رسيږي. مېرمن چن چين له دغې دوديزې بڼې څخه د په ميراث اخيستلو، خپرولو او ساتلو لپاره کوښښ کړې ده او لا يې هم کوي . نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د مېرمن چن چين په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

 دغه سندره چې تاسو واوريده ، د ډول وهلو سندره ده. دغه سندره د خوشحالۍ په مهال کې د پټي په پوله ويل کيږي چې يو تن ډول وهی او نور بزګران په شا وخوا کې سندرې وايی. تر اوسه پورې دغه هنري بڼه دوه سوه کلن تاريخ لري او د نامادی کلتوری ميراث په توګه يې د دغه ولايت د مهمو ميراثونو د ساتلو په لست کې شامله شوه. چن چين چې عمر يې اته ديرش کاله دی ، د جيانګ شي ولايت د وو نينګ په ولسوالۍ کې زېږيدلی. دا د ډول وهلو سندرو او د چای پاڼو شکولو اوپرا له اوريدلو سره لويه شوې ده. ياده شوی اوپرا د وو نينګ ولسوالۍ يو ډول ځانګړی اوپرا ده او له ولسی سندرو څخه راځي. بزګران د چای پاڼو د شکولو په

وخت کې دا ډول سندرې وايي. چن چين وويل: 

په هغه وخت کې په کليو کې ټلويزيون نه و او د فلم ښودلو وخت هم کم و . نو کله چې د ډول وهلو ننداره ښودل کيده، نو خلک به له خوشحالی په جامو کې نه ځاييده.

د چن چين نيکه يو مشهور ډول غږونکی و، نو د خپل نيکه تر اغيزې لاندی يې له دغه هنر سره مينه پيدا کړه. په ١٩٨٤ کال کې چن چين د جيانګ شي ولايت د هنری ښوونځی د وو نينګ ولسوالۍ د چای پاڼو شکولو اوپرا په څانګه کې شامله شوه او له فراغت وروسته يی د دغې ولسوالۍ د چای پاڼو شکولو اوپرا په ډله کې وګمارل شوه . تر هغه وروسته دغه اوپرا د چن چين د ژوند يوه مهمه برخه وګرځيده. خو د ١٩٩٣ کال په دوبی کې دغه ډله منحل شوه.

په ١٩٩٥ کال کې چن چين له خپل ټاټوبی څخه جيو جيانګ ښار ته ولاړه او د دغه ښار د سندرو او نڅاو په ډله کې يې د وياندی دنده په غاړه درلوده. نهه کاله وروسته يعنی په ٢٠٠٤ کال کې چن چين په يو سمندری ښار کې کار پيدا کړ.

يوه ورځ چن چين د يو شمير بهرنيو دوستانو په غوښتنه د ډول وهلو سندرې وويلې چې ښکلی اواز يې د ټولو دوستانو مينه ورجلب کړه.

څو امريکايې دوستانو راڅخه غوښتنه وکړه چې د ټاټوبی سندره ووايم. نو ما د ډول وهلو څو سندرې او د چای پاڼو شکولو اوپرا څو پارچې وويلې چې له امله يي له دغه هنري شکل سره ددوی مينه زياته شوېده.

له دې وروسته چن چين پريکړه وکړه چې له ښار څخه بيرته خپل ټاټوبي ته ولاړه شي. چن چين د ويډيو کمرې له لارې د خپل وطن په ګوټ ګوټ کې ځانګړي ولسي

سندرې او د ډول وهلو نندارې ثبتې کړې څو چې دغه لرغونې هنری بڼه د تل لپاره پاتې شی

. په چين کې دوديز هنر تل د خلکو په خولو کې دی . اوس هغه وګړی چې په دغه هنر کې لوی لاس لري، زاړه شويدي. که دوی د تل لپاره له دنيا څخه سترګې پټې کړي، دغه دوديز هنر به له منځه ولاړ شی. نو چن چين د دغه هنر د خپرولو دندې د ترسره کولو لپاره کوشش کوی . دې وويل:

ما د وو نينګ د چای پاڼو شکولو اوپرا او د ډول وهلو سندرو په اړه ډېر معلومات راټول کړي او په دی وی دی کسيټ کې مې ثبت کړيدي.د چين د کلتور وزارت د دوديزو هنرونو د پرمختګ مرکز د دولتی سندونو په توګه زما لخوا راټول شوي معلومات ساتلی دی. باور لرم چې زما د ټاټوبی هنر به په ښه ډول وساتل شي.

تر اوسه پورې چن چين څه دپاسه شل زره دوديز سندرې راټولې کړي او په ٢٠٠٥ کال کې يې د کلي ، ډول ، سندره __ د نيکه کيسې په نامه يو کتاب چاپ کړی دی . په دې کتاب کې د ځايي ولسي سندرو په اړه حالات څرګند شوی دی چې په ترڅ کې يي د کلتوری او هنری ټولنو لخوا وستايل شوه . 

ګرانو اوريدونکو، د ښځې او ټولنې نننۍ پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد. روغ او خوشحاله اوسئ.