<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-31 17:52:37    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه يو شمير خبرونه

cri

څو ورځی دمخه د چين د عام امنيت د سمندری پوليسو له خوا د اولمپيک د سپورتي لوبو د امنيت د ساتنې په اړه د ترهګرۍ پرضد تمرين د شان دونګ ولايت د چينګ داو ښار د بادي کښتۍ چلولو د مرکز په شاو خوا سمندر کې تر سره شو. د عام امنيت د سرحدی ځواکونو نهو ډلو اته سوه تنه سرتيری او اوه ويشت بيړيو ګډون پکې کړی و.

د دغه تمرين اړوند چارواکي وويل: د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو وخت ګام په ګام لا نژدی کيږی، نو اړوندی خواوی به د اولمپيک د امنيت ساتنې کارونو ته ډېره پاملرنه وکړي او په فعاله توګه به يو لړ موثر تدبيرونه ونيسی.

د يو بل خبر له مخې:د پنځلسو هېوادونو او سيمو د پنځه ويشتو هنری ډلو څه دپاسه دوه زره تنه ځوانانو څو ورځی دمخه د بېجينګ د وانګ فوو جينګ سړک ته ولاړل او د ٢٠٠٧ کال د بېجينګ د وانګ فوو جينګ د نړيوالو ځوانانو د اولمپيک د سندرې په ننداره کې يې ګډون وکړ.

د بېجينګ د سيلانۍ ادارې مشر په دې هکله وويل چې د روانی اوونی په پای کې به د اولمپيک په اړه کلتوری نندارې او د بهرنيو او کورنيو ځوانانو د موسيقی تګ راتګ په اړه يولړ فعاليتونه تر سره شي چې څه دپاسه څلويښت زره تنه وګړی به ګډون پکې وکړي.

د يو بل خبر له مخې: څو ورځی دمخه د بېجينګ د اولمپيک په اړه د قانون د تبليغاتی خپرولو فعاليتونو د پرانيستلو مراسم د بېجينګ د شيون يې د اولمپيک د اوبو په پارک کې تر سره شول.د دغه فعاليت موخه د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره د تياری نيولو په بهير کې د قانونی نظام د ښوونې پياوړي کول دي. د روان کال په اګيست کې به د اولمپيک د سټېديومونو او جمنازيومونو په شاو خوا سيمه کې د اولمپيک په اړه د قانون د تبليغاتی فعاليتونه تر سره شي.

د يو بل خبر له مخې: څو ورځې دمخه د بېجينګ ښار د سيلانۍ چارو د ادارې مشر دو جيانګ څرګنده کړه: بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو په موده کې د سيلانيانو د اوسېدو اړتياوې پوره کولی شي.

د معلوماتو له مخې: د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د هر کلي کارونه په عمده توګه په دريو برخو ويشل شوي: لومړی، د اولمپيک د کمېټې غړي، مرسته ورکوونکي سوداګران، د بېلا بېلو هېوادونو چارواکي او حکمان به يو سل او دوولسو هوټلونو کې واوسيږي. دوهم ، سپورتي لوبغاړي او خبريالان به د لوبغاړيو او خبري رسنيو په کليو کې واوسيږي. درېيم، نندارچيان او سيلانيان بايد د اولمپيک لوبو له پيل مخکې پخپله خپلې خونې وټاکې.