<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-01 17:12:09    
د چين د ٌ تو ٌ قوم په باب څه معلومات

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، په نننی پروګرام کښی به تاسی د چين د ٌ تو ٌ قوم په باب څه معلومات واوری ٠

د ٌ تو ٌ قوم نفوس څه دپاسه دوه لکه تنه دی او په عمده توګه د شمال لويديځ چين د چينګهای ولايت په څو ولسواليوکښی اوسيږی، په دی ولايت پوری د هو جو په نامه د ٌ تو ٌ قوم خودمختاره ولسوالی په چين کښی د ٌ تو ٌ قوم يوازنی خودمختاره ولسوالی ده٠

د ٌ تو ٌ قوم اکثر کلي د غرونو په لمن او د سيندونو په غاړو کښی پراته دی٠ هغه غرونه چه د کليو په وړاندی يا تر شا ولاړ دی، د دی قوم د خلکو لخوا مقدس غرونه ګڼل کيږی او د غرونو په لمن کښی تر ټولو لرغونی ونه مقدسه ونه بلله کيږی چه د مقدسو ونو د ښاخونو پريکول او ترميمول مجاز ندی٠ د ٌ تو ٌ قوم خلک پر لامايی دين باندی عقيده لری، نو ځکه د دی قوم د کليو تر ټولو لوړ ځای کښی لامايی معبد موجود دی چه ديوالونه يی سره او کاشتۍ يی أبی دی٠ هلته د ټولو کليوالو د مذهبی فعاليتونو مرکز دی٠

د ٌ تو ٌ قوم هر کور ځانګړی انګړ لری چه ودانۍ يی عمومأ له خاورو او لرګيو څخه جوړيږی او دروازه يی جنوبی خوا ته خلاصيږی ٠ د ٌ تو ٌ قوم هيوادوال ميلمه پالوونکی خلک دی او د ميلنو ډير درناوی کوی٠ د دوی په نظر، که کور ته ميلمه راشی، نيکمرغۍ هم ورسره يو ځای کور ته راورسيږی او محترم ميلمه د نيکمرغۍ نښه ګڼله کيږی، نو د کوربا ټول کورنی غړی د دروازې په وړاندی د ميلمه هرکلی کوی او ورپسی د ده په وياړ د هرکلی لنډ مراسم پرځای کوی، ور ته شراب او د ٌ هادا ٌ په نامه اوږد سپن ټوکر وړاندی کوی او د شرابو د څښلو په وخت کښی هم سندرې وايی او نڅا کوی٠ کله چه ميلمه د کوربا له کور څخه حرکت وکړی، د کوربا ټول کورنی غړی بيا د دروازې په وړاندی ورسره مخه ښه کوی او بيا شراب ور ته وړاندی کوی٠

د ٌ تو ٌ قوم د ښځو کالی څرګند خصوصيت لری چه لستوڼی يی د سرو، ژړو، شنو، چوڼياوو او أبی رنګه ټوکرانو څخه جوړيږی، وايی چه دغه رنګونه د سره زرغونې د رنګونو له مخی ترتيب شوی، نو ډير ښکلی ښکاری٠ دغه راز دوی تور ، أبی يا چوڼيا واسکټ او ګلی پريټ لرونکی لمن هم اغونډی، ګلدوزی لرونکی بوټان په پښو کوی او ښکلی نمدی خولۍ په سر کوی٠

د ٌ تو ٌ قوم ټولې ښځې د ګلدوزۍ په برخه کښی لوس لاس لری، د دوی د دود له مخی، هره نجلی عمومأ له دوولسو او ديارلسو کلونو څخه د کلدوزی مهارت زده کوی، ځکه چه دوی د ميړه کولو نه دمخه بايد خپل ځان ته د يو لړ جهيزونو د برابرولو او خپل زوم ، خواښې او سخر ته د تحفې ورکولو دپاره تياری ونيسی٠

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د ٌ تو ٌ قوم په باب لنډ معلومات واوريدل٠