<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-01 17:28:06    
معيوب سپورتي لوبغاړي ښا غلي وانګ سياو فو

cri

لږه موده د مخه د چين په جنوب لويديځ د کون مينن په ښار کې د چين د معيوبينو په اوومه سپورتي لوبه کې يو معيوب ځوان چې يوازي يو مټ لري ، د زياتو وګړو پام ځان ته راجلب کړ ٠ دغه معيوب ځوان وانګ سياو فو نوميږي او روان کال نولس کلن دي چې د معيوبينو په سپورتي لوبو کې يي څوڅو ځله د لامبو وهلو نړيوال ريکارډ ټينګ کړي دي ٠ په تازه تيره شوي سپورتي لوبه کې هغه د لامبو وهلو د نهو پروګرامونو په سياليو کې اوه ځله اتل شو ٠

وانګ سياو فو د چين د يوان نان ولايت په يوه کلي کې زيږيدلي او په کوچنيتوب کې د بريښنايي پيښې له امله خپل يو مټ له لاسه ورکړ ٠ په يوولس کلنۍ کې هغه د يو معيوب لوبغاړي په توګه د يون نان ولايت په سپورتي ټيم کې ومنل شو ٠ لامبو وهل دغه لوبه د يو مټ معيوب له پاره ډيره ستونزمنه لوبه ده ٠ په اوبو کې د بدن توازن ساتل دده له پاره يو ستره ننګونه ګڼل کيږي ٠ خو د روزونکي تر لارښوونې لاندې او د وانګ سياو فو د زياتو کوششونو له لارې په لنډ وخت کې يي دغه مهارت په ښه توګه تر لاسه کړ ٠ دده روزونکي ښاغلي جيانګ هونګ ګو وويل چې د يو ښه او تکړه لوبغاړي له پاره پرته له خپل طبيعي استعداد څخه ډير زيار ايستل هم په کار دي ٠ وانګ سياو فو ډير ښه دي او د روزنې په وخت کې ډير کوشش کوي ٠ هغه هره ورځ د څه د پاسه لس زرو مترو لامبو وهي چې د لوبو دغه اندازه د هغه له پاره ډير سخت ستونزمن کار ګڼل کيږي ٠

وانګ سياو فو د څلور مياشتو له همدغو روزنو وروسته په همدغه کال کې د يون نان ولايت د معيوبينو په سپورتي لوبه کې د لامبو وهلو اتلولي تر لاسه کړه٠ له دي وروسته د څو کلونو روزنو وروسته په ٢٠٠٢ کال د کوريا جمهوريت د فوسان د معيوبينو په سپورتي لوبه کې وانګ سياو فو په لامبو وهلو کې پنځه د سرو زرو پنځه ميډالونه وګټل موندلي او د اسيأ د ډير وتلي لوبغاړي په توګه ومنل شو ٠ دغه راز په ٢٠٠٤ کال کې وانګ سياو فو په أتن کې د اولمپيک د معيوبينو په سپورتي لوبه کې د نارينه و د سل مترو د ازادې بڼې په ګډون د لامبو وهلو دري ځله قهرمانۍ وګټله ٠ په همدي وخت کې وانګ سياو فو هم د يون نان ولايت د وتلي او ممتاز ځوان په توګه ټاکل شوي دي ٠

د لامبو وهلو روزونکي ښاغلي جيان هونګ ګو وويل چې وانګ سياو فو د دوه لاسونه لرونکو او نورو سپکو معيوبو لوبغاړو په پرتله پر لا زياتو ستونزو باندې غلبه موندلې ده ٠ د استراليا، بريتانيا او د نورو هيوادونو ډيرو غوره لوبغاړو د هغه ډيره ستاينه وکړه ٠ بايد وويل شي چې په چين کې د وانګ سياو فو په شان د ډيرو معيوبينو ښه وده د حکومت له پاملرنې څخه نه جلا کيدونکې ده ٠ د چين په بيلا بيلو ځايونو کې د معيوبينو په سازمانونو کې د سپورت ټول اړوند لارښوونکي او روزونکي مرکزونه جوړ شوي او ډير غوره او وتلي معيوب لوبغاړي پکې روزل شوي دي ٠ د يون نان ولايت د معيوبينو د سپورتي مرکز مشرې ميرمن پان جنګ جتګ خبريال ته وويل حکومت د زياتو پانګو په لګولو سره روزونکي استخدام کړي ، د بيمې په بېلا بېلو برخو کې يي معيوبو لوبغاړو ته اسانتياوې برابرې کړي دي ٠

دغه راز د روزنې په هکله يي اړوند تجهيزات ، تاسيسات او اړوندې پيسې ټول د حکومت له خوا برابر شوي دي چې معيوب لوبغاړي پکې سيستماتيکې روزني مني ٠ لامبو وهل د ځوان وانګ سياو فو طبيعيت بدل کړي دي ٠ پخوا هغه د معيوب بدن له امله تل خفه وو او له هيچا سره يي لوبې او خبرې کول نه غوښتل ٠ خو اوس يي زړه د لمر له وړاندګو څخه ډک دي ٠ هغه وويل چې اوس ليدل کيږي چې په هر ځاي کې زما په شان ډير معيوبين خوشحاله دي ، زه هم له دوي سره يو شان خوشحاله يم ٠ زما په أند زه فرصت لرم چې د خپل ژوند ارزښت او خپل توان وښيم ٠ د راتلونکي په هکله هغه وويل چې اوس هغه بايد هره ورځ خپله روزنه ښه تر سره کړي او کوشش وکړي چې په د بيجينګ د معيوبينو د اولمپيک په سپورتي لوبه کې ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي ٠