<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-01 17:33:04    
له بهرنيو کارپوهانو څخه د تيان جين د نان کای پوهنتون د پوهنځيو د مشرانو غوراوي

cri

څه موده دمخه د چين د تيان جين د مشهور نان کای پوهنتون د روغتيا ، فزيک او ژوند علم په پوهنځيو کې د مشرانو او اداره کوونکو د استخدام مراسم ترسره شول .

د تير مارچ په يوه ورځ د سهار په نهو بجو د غونډې په يوه کوټه کې اته څلويښت کلن ښاغلي شيان ژون له نهه تنو ګمارل شويو مشرانو څخه لومړی کارپوه وو چې له بهرنيو کارپوهانو څخه وټاکل شو . ښاغلي شيان ژون په نولس سوه او دوه نويم کال کې د چين د شانګهاي د دوهم طبي پوهنتون د ژونديو حجرو په څانګه کې د دکتور درجه لاس ته راوړه او ورپسې د امريکا د کاليفورنيا ايالت د سکريپس په څيړنيز انسټيټوټ کې د مصونيت څانګې د پروفيسر مرستيال په توګه ومنل شو . ده وويل تير کال می د امريکا په يوه لابراتور کې کار کاوه ، په شانګهاي کې زما د مورنی پوهنتون يو پروفيسر ما ته خبر راکړ چې په نان کای پوهنتون کې د ټولې نړۍ له کارپوهانو څخه د پوهنځيو د مشرانو غوراوي پيل شوی چې ما هم د انترنيټ له لارې خپل نوم پکې ثبت کړ . وياړ يم چې څه موده وروسته د أموينې له لارې وګمارل شوم . تيان جين ښار ښه پرمختيايي راتلونکی لری او په تيان جين کې زما استعداد او توان په ښه توګه کارول کيږي .

د نان کای پوهنتون په چين کې داسی پوهنتون دی چې اته اتيا کاله مخکې جوړ او د ولسي جمهوريت لومړی صدراعظم جوينلای او نور وتلی شخصيتونه پکې روزل شوی دي چې دوی د چيني ملت د أبادۍ او د چين د شتمنۍ لپاره ستر خدمتونه ترسره کړيدي .له بلې خوا د نان کای پوهنتون د تيان جين ښار له پرمختګ سره نژدی

تړاو لری . تيان جين د شمالي چين د يوه لوي بندري ښار په توګه د هيواد د اقتصادی پرمختګ په ساحه کې پر له پسې ستر رول لوبوي په تيره بيا د دغه ښار د بين های اقتصادی سيمه د هيواد د مهمې اقتصادی سيمې په توګه وبلل شوه ، د تيان جين ښار مقام او رول ورځ په ورځ لوړيږي .

د نان کای پوهنتون مشر ښاغلي ژاو ځه هه وويل چې د تير کال د اکتوبر په وروستی لسيزه کې يي له بهرنيو کارپوهانو څخه د استعداد لرونکو کسانو غوراوی اعلان کړ او په دوو مياشتو کې يي د څوارلسو هيوادونو د يو سل او څلويښت تنو نوم أندانو غوښتنليکونه لاس ته راوړل چې ډير نوم اندان د نړۍ د مشهورو پوهنتونونو د لوړو علمي درجو او يا د غوره ښوونېزو تجربو څښتنان دي . ددوی منځني عمرونه يي د پنځه څلويښتو کلونو په شاوخوا کې دي . ښاغلي ژاو وويل ډير زيات کسان د استخداميدو فرصت د لاس ته راوړلو لپاره راغلي دي چې ځينی يي د علمي برياليتوبونو او اداري تجربو څښتنان دي . موږ غواړو هغه ځوان استعداد لرونکي کارپوهان استخدام کړو چې عمر يي له پنځه ديرش کلونو څخه کم دی او د علمي څيړنې په ساحه کې ښه راتلونکي لری . د پوهنځيو مشرانو د دندو اخيستلو لپاره له درې اوياوو څخه څلورديرش غوښتنليکونه د بهرنيو کارپوهانولخوا وړاندی شوي دي چې د يوه پوهنځي د مشرۍ دندې د اخيستلو لپاره اتلسو تنو غوښتنليکونه وړاندي کړيدي .ښاغلي شيان ژن هم له دغو اتلسو تنو څخه وګمارل شو .

ښاغلي شيان ژن وويل دده څيړنيزه ساحه د طاعون درملنه ده چې تر لاسه شوي برياليتوبونه د امريکا په روغتونونو کې کارول شويدي .

په نان کاي پوهنتون کې خبريال نور دوه کارپوهان ين جې نان او وانګ پن وليدل

چې دوی په جلا جلا توګه د ژوند علم پوهنځي او د درملو پوهنځي د مشرانو په توګه وټاکل شول . پروفيسر ين جي نان چې له امريکا څخه راغلی، د خپل وطن د خدمت په هکله وويل په راتلونکيو پنځو کلونو کې د تيان جين پرمختګ زما د ستنيدو خوځيدونکي ځواک دی ځکه چې دولت د درمل توليدولو اډه په تيان جين کې جوړه کړې ده . زما په نظر دا زما د استعداد کارولو ښه فرصت دی . د نان کای پوهنتون د فزيک پوهنځي مشر ښاغلی رومانو راپ دی چې په اروپا کې يو مشهور فزيک پوه دی او د ويانا پوهنتون د تجربوي فزيک په اکاډمۍ کې يي کار کاوه . هغه وويل چې نان کای پوهنتون ډير ښه پوهنتون دی او ډير خوشحاله يم چې په تيان جين کې خپل خدمتونه تر سره کړم .