<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-01 18:05:37    
د شانګهای د يو پوهنتون محصلينو د اوږد مارش په هکله يو ټلويزيونی فلم جوړ کړ

cri

اويا کاله مخکې د چين د کمونست ګوند د فقيد مشر ماو تسي تونګ په لارښوونه د سره پوځ ستراتيژيکه لېږدنه تر سره شوه چې په تاريخ کې د چين د اوږد مارش په نامه ياديږي ٠ که څه هم دغه ستر لاريون تر اوسه پوري زيات کلونه تير شوي، خو د اوسنيو ځوانانو په زړونو کې لا تر اوسه هم ژوندی پاتې دی. محصلينو د سره پوځ د اوږد مارش ډېره ستاينه وکړه او و يې ويل چې دغه لښکر په تاريخ کې عجيبه پيښه جوړه کړې او د جګړې برياليتوب لپاره يې ستر خدمتونه تر سره کړي دي.

د سره پوځ له ژوند سرتيريو سره د مرکې په نامه ټلويزيونې فلم چې د شانګهای د فلم او پوهنځی له خوا جوړ شوی، د اګيست له لومړې نيټې يعنې د چين د أزادی بخښونکی پوځ د جوړولو له ورځې مخکې په رسمې توګه خپور شو. په دغه فلم د اوږد مارش په هکله د سره پوځ د ٢٦ ژوندی سرتيريو خاطرات ښودل شوی دی. د دغې پوهنځي زيات شمېر زده کوونکيو د فلم جوړونکې ډلی په ملګرتيا له دغو زړو سرتيريو سره نژدی خبرې اترې کړی او بيا د اوږد مارش پر لارو پلی شوي او په دغه ترڅ کې يې زياتې داسې کيسې اوريدلی چې د دوی په زړونو کې يې ژورې خاطرې ايښي دي.

د ځوانانو په زړونو کې د اوږد مارش په هکله زياتې پوښتنې شته چې أيا سره پوځ په ابتکاری توګه يا د مجبوريت له مخې د اوږد مارش فعاليتونه تر سره کړی؟ د اوږد مارش په ترڅ کې دوی په ريښتې توګه د څرمنی کمربندونه خوړلی او که نه؟

د نوموړي پوهنځي مشر جيانګ بو وويل د دغه فلم اخيستل د ښوونکو او زده کوونکيو له پاره د اوږد مارش په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو يو ښه فرصت وګټل شو. د فلم جوړونې په کارونو کې برخوالو محصلينو د دوو مياشتو په اوږدو کې د اوږد مارش په هکله زيات کتابونه لوستلي چې د دغې پيښې په باب يو ژوندی قاموس ته ورته دی.

د فلم جوړوونکې ډله په شپږو ګروپونو ويشل شوې وه او د سره پوځ د زړو سرتيريو په کورنيو کې يې د څو ورځو لپاره ژوند کړی دی.

د سره پوځ يو زوړ سرتيري چې جونګ مينګ نوميږي، په ١٩ کلنۍ کې يې په اوږد مارش کې ګډون کړی و چې له فقيد ولسمشر ماو سره په ګډه له يو سيند څخه تير شوی و. په يوه جګړه کې د يو بم په چاودنه کې دی په ښۍ سترګه ټپي شو، دا يوه داسې جګړه وه چې چاپيريال يې ډېر سخت و. د اوږد مارش په ترڅ کې زياتې پيښې رامنځته شوي چې د هر ګډون کوونکي لپاره يې ډېر اهميت درلود.

زده کوونکي وايي د سره پوځ د اوږد مارش په هکله په دغه فلم کې يادې شوی کيسی کمې دی، خو د جګړې په موده کې د ځوانانو ټينګ هوډ څرګندوي او په کتاو يې تاريخ يو ځل بيا تر سترګو کېږي. د سره پوځ د دغو زړو سرتيريو له ژوند څخه د دغه پوځ لوړ احساسات ښکارېږي.

محصل ګاو چيان وويل د فلم جوړولو په نيم کال کې اوږد مارش زما په فکر کې ډېر مهم ځای نيولی دی. د اوږد مارش اهميت د اوسنی زمانی د وګړيو له زړونو څخه ليری نه دی چې لا تر اوسه هم په بېلا بېلو ځايونو کې د روزنې رول لوبوی.