د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د جمهورۍ ماڼۍ وياند چيون هو سيون د اګيست په لومړۍ نېټه وويل د کوريا جمهوريت به د خبرو اترو له لارې د يرغملانو د مسئلې پر حل و فصل ټينګار وکړي او د زور له لارې د نوموړې مسئلې له حل و فضل سره مخالفت کوی.
نوموړي وويل چې د کوريا جمهوريت حکومت اوس د افغانستان د حکومت په شمول له څو لارو له طالبانو سره په نامستقيمه توګه اړيکې لري.
په همدې ورځ د کوريا جمهوريت پنځو لويو ګوندی مشرانو اعلان وکړ چې دوی به په افغانستان کې د يرغمل شويو کوريايانو د خوشی کېدو لپاره د امريکا د مرستې د تر لاسه کولو لپاره سره يو ځای دغه هېواد ته سفر وکړي.