<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-02 18:18:57    
په ډبرين ځنګل کې قومی دود او دستور

cri

په کوچنی ډبرين ځنګل کې يو شين جهيل شته چې اوبه يي تکې شنې دي او پر غاړه يې يوه ډبرينه څوکه ولاړه ده چې څيره يي د يی قوم په يوه افسانه کې ترسيم شوې ښکلې نجلۍ اشما ته ورته ده چې قومي جامې يي اغوستې او پر سر يې ښکلی دسمال او پر شا يې يوه بانسی ټکری ده. هره ورځ زيات شمېر سيلانيان دلته له دغې ډبرې سره عکس اخلي. د دغې منظره لرونکې سيمې لارښوونکې بی يون هوا وويل زموږ په ځای کې زياتره نجونې أشما نوميږی. أشما د يی قوم په ژبه د ښکلا مانا لری. موږ هلک ته اهی وايو چې د توريالۍ او زيار معنا لری.

د أشما په شان د ډبرينې څوکې په هکله يوه کيسه شته چې وايی پخوا په يو بی وزلی کور کې يوه ماشومه وزيږيده چې أشما نوميده او له لويېدو وروسته په يوه ښکلې نجلۍ بدله شوه او په سندره ويلو او نڅا کولو ډېره تکړه وه او زيات شمېر هلکانو ورسره ډيره مينه درلوده. خو أشما په يو يتيم مينه شوه چې أهی نومېده . دوی دواړو سوګند وخوړ چې سره واده وکړي. خو د دغه ځای د يوه بډاي زوی هم له ښکلې أشما سره مينه کوله، نو بډاي د أشما له کورنۍ څخه له هغې سره د واده غوښتنه وکړه، خو

أشما د ده غوښتنه په قطعي توګه رد کړه او و يي غوښتل چې له أهي سره يو ځای وتښتي. بډاي ډير په غوسه شو او په داسې حال کې چې أهي په ليري ځاي کې رمه څروله، أشما يي وتښتوله او دې ته يي اړ کړ چې له خپل زوي سره واده وکړي . أشما لا هم په ټينګ هوډ د دوی غوښتنه و نه منله. کله چې أهی دغه خبر واوريد، په ډيره تلوسه سره بيرته کور ته راغی او خپله عاشقه يي د بډاي له کور څخه وژغورله. بډاي ډير په غوسه شو او په داسې حال کې چې أشما او أهي له يوه سيند څخه تيريدل، د اوبو بند يي خلاص کړ چې له امله يي أشما او أهي د څپاندو اوبو لخوا يووړل شول او په پاي کې أشما د يوې ښاپيرې لخوا وژغورل شوه او بيا په يوې ډبرينې څوکې بدله شوه.

سانيان نسل په نسل د ډبرين ځنګل په سيمه کې اوسيږي. هغوي په سل ګونو کلونو کېله ډبرو څخه کورونه او واټونه جوړوي. ښاغلي هوانګ شينګ چې په دغه ځای کې د اوږدې مودې لپاره د ولسي دودونو په څيړنې بوخت دی، خبريال ته وويل د ډبرين ځنګل په سيمه کې د ډبرو کلتور ډېر لرغونی دی. هغه وويل زموږ نيکونه په تيره اوږده موده کې د کارست توپګرافی په سيمه کې ژوند او کار کړی، نو اته سوه زره کاله مخکې په کې وتوانيدل چې د ډبرو په وسيله له سخت چاپيريال سره مبارزه وکړي او ورپيسې يې د ډبرو کلتور ابتکار کړ، د بېلګې په توګه د ډبرې په زمانه کې دوی په ژوند او کار کې ډبرې استعمالولې او ځينې وسايل يي لا تر اوسه پورې کارول کيږي .

د اوږدې مودې په تاريخي بدلون کې ځايی اوسيدونکيو له ډبرين ځنګل سره ځانګړې دوستی درلوده. د ډبرين ځنګل پر ډبرو باندې د سانيانو د نيکونو لخوا حکاکي شوي

انځورونه او خطونه ليدل کيږي چې د عبادت، نڅا، ښکار او جګړې سره تړلي دي. دغو قومی دودونو بهرنيو سيلانيانو ته ژوره خاطره بښلې ده. له استراليا څخه راغلې سيلانۍ ميرمن بريانا لوپيز وويل موږ له قومی دودونو سره ډېره علاقه لرو، په دغه ځای کې د لږکيو زيات شمېر قومونه شته او د دوی تاريخ او کلتور زموږ لپاره د ډېرې علاقې وړ دی.

د سانی وګړيو نه يوازې يو ځانګړی تاريخ او کلتور بلکې بېلا بېل خوندور فلکلوری دودونه او هنرونه يې جوړ کړی دی. د ساري په توګه سانيان ځانګړې ژبه او ليک لوست، ښکلي شعرونه او افسانې لری او د دوي قومی جامې ډيرې ښکلي دي، قومی سندرې او نڅاوې يي هم له شور او شوق څخه ډکې بريښي په تيره بيا ددوي د واده مراسم ډيرې ځانګړتياوې لری. لنډه دا چې د سانيانو رنګارنګ دودونه د دغه لرغوني قوم د کلتوري او جغرافيايي ځانګړتياوو يو مظهر دي.